1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۶, شنبه

نن د شنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۴مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۵مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۶۱ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14dtj
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۲۹م کال پر همدې ورځ د سوسا په نوم د سولې تړون د انگلستان او فرانسې تر منځ جگړې ته د پای ټکی کیښود.

د ۱۸۶۵م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر آبراهام لنکلن د تیاتر په یوه صحنه کې د یوه لوبغاړي جان ویلکس بوث له خوا وویشتل چې بیا یوه ورځ وروسته ومړ.

د ۱۹۱۲م کال پر همدغه ورځ د ټای ټانک کښتۍ په شمالي اتلانتیک کې د واورې له یوې غونډې سره وجنگیده او بیا ډوبه شوه.

د ۱۹۴۵م کال د اپریل د میاشتې پر څوارلسمه نیټه په دویمه نړیواله جگړه کې امریکایي جنگي الوتکو ټوکیو او د جاپان په شاهي ماڼۍ بمونه وغورځول.

د ۱۹۸۸م کال پر همدې ورځ پخواني شوروي اتحاد یو تړون لاسلیک کړ چې له افغانستان څخه به خپل پوځونه وباسي.

د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر عراق باندې د لگول شوو بندیزونو کې د نرمښت په اړه رایه ورکړه.

د ۱۹۹۹م کال پر همدغه ورځ ناټو په غلطې سره د مهاجرینو یو کتار چې له کوزو څخه د وتو په حال کې وو بمباري کړ چې په پایله کې ئې ۷۵ تنه ملکي کسان ووژل شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل