1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه

نن د دوشنبې ورځ د اپریل د میاشتې ۱۶مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۰۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۲۵۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14eU9
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۰۴م کال پر همدې د برټش ایسټ انډیا کمپنې او د ایندور (د هندوستان د مادیا پردیش په ایالت کې یو ښار دئ) تر منځ جگړه پیل شوه.

د ۱۹۱۷م کال پر نن ورځ ولادیمیر لینن د اوږدې مودې جلا وطنې وروسته روسیې ته ستون شو.

د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ په دویمه نړیواله جگړه کې امریکايي ځواکونه د المان د نورنبیرگ ښار ته ورننوتل.

د ۱۹۹۲م کال پر همدې ورځ د افغانستان پخوانې ولسمشر ډاکټر نجیب الله د قدرت څخه د لاس په سر کیدو وروسته د هیواد څخه د وتلو پر وخت د کابل هوایي ډگر څخه بیرته راستون کړی شو.

د ۱۹۹۴م کال د اپریل د میاشتې په ۱۶مه نیټه د بریتانه یوه پوځي الوتکه چې په بوزینا کې د ناټو په ماموریت بوخته وه راوغورځول شوه.

د ۲۰۰۶م کال پر نن ورځ په یونان کې یو اورگاډی له یوې لاری سره وجنگید چې په پایله کې ئې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول او تر ۴۰ زیات ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل