نن په تاریخ کې
۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعهپه تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:
د ۱۸۳۰م کال پر همدې ورځ د کولمبیا ولسمشرسمون بولیوار له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د ۱۹۱۰م کال پر نن ورځ لیوس بوتا او جیمز هیرتزوگ د جنوبي افریقا په نوم گوند تأسیس کړ.
د ۱۹۳۸م کال پر همدغه ورځ یونان او ترکیې د ملگرتیا تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۴۱م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۷مه نیټه په دویمه نړیواله جگړه کې د یونان له خوا د ۱۸۰ ورځو د مقاومت وروسته آتن د المان لاس ته ورغی.
د ۱۹۷۸م کال پر همدې ورځ په یوه خونړۍ کودتا کې سردار داود له واکه لیری کړای شو او نور محمد ترکی د هغه ځای ناستې شو. داود او د هغه د کورنۍ ۳۰ تنه چې پکښې ښځې او ماشومان هم شامل ول ووژل شول.
د ۱۹۸۹م کال پر نن ورځ د بنگله دیش چارواکو خبر ورکړ چې د سختو طوفانو او باران له امله شاوخوا ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
د ۱۹۹۲م کال پر همدغه ورځ روسیې او د پخواني شوروي اتحاد نورو ۱۲ هیوادونو نړایوال وجهي صندوق او بانک جهاني ته لار ومونده.
د ۲۰۰۱م کال د اپریل د میاشتې پر ۲۷مه نیټه په کانگو کې د سره صلیب شپږ تنه کارکوونکي تر تښتولو وروسته ووژل شول.
د ۲۰۰۲م کال پر نن ورځ د پادشاه خان ځدراڼ پلویانو د پکتیا ولایت په مرکز گردیز باندې برید ورکړ. د ځدراڼ او د دولت د پلویانو تر منځ په دغه جگړه کې شاوخوا ۲۵ تنه ووژل شول.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل