1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۳, چهارشنبه

نن چهار شنبه د مې د میاشتې لومړۍ نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۲۳مه ورځ ده. د کال پاې ته ۲۴۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/14nsN
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۵۱۹م کال پر همدې ورځ لوناردو دیویچې په فرانسې کې ومړ.

د ۱۸۰۹م کال پر نن ورځ د مدریر خلک د فرانسې پر وړاندې ودریدل او د آزادۍ شپږ کلنه جگړه ئې پیل کړه.

د ۱۹۶۹م کال پر همدغه ورځ د انگلستان د وخت حکومت پریکړه وکړه چې د اروپا گډ مارکیټ ته لاره ومومي.

د ۱۹۹۷م کال پر نن ورځ توني بلیر د انگلستان په تیرو ۱۸۵ کلونو کې د بریتانیا تر ټولو ځوان لومړۍ وزیر شو.

د ۲۰۰۶م کال د مې د میاشتې پر دویمې نیټې په عراق کې دوه الماني انجینران چې له ۹۹ ورځو راهیسي یرغمل نیول شوي ول، آژاد کړل شول.

د ۲۰۱۱م کال پر همدې ورځ امریکايي خاصو ځواکونو د پاکستان په زړه کې اسامه بن لادن، وواژه. اسامه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې د ۱۱ نیټې د بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی وو.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل