1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د جون د میاشتې ۱۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15HpA
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۲۱م کال پر همدې ورځ ترکیې سرتیرو یوناني یاغیانو ته ماته ورکړه.

د ۱۸۶۲ کال پر نن ورځ د امریکا کانګریس په دې هیواد کې برده ګانو ساتل منع کړل.

د ۱۹۶۱م کال پر همدغه ورځ کویت له انګلستان څخه خپله ازادي تر لاسه کړه.

د ۱۹۷۵م کال پر نن ورځ د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي د ښځو په اړه یوه لویه غونډه راوغوښته.

د ۱۹۸۷م کال د جون د میاشتې په ۱۹مه نیټه یوې چاودنې په بارسیلونا کې ۱۲ کسان ووژل او ۳۱ نور ئې ټپیان کړل.

د ۱۹۹۵م کال پر همدې ورځ چیچني یاغیانو ۱۵۰۰ یرغمل نیول شوي کسان ازاد کړل. هغوی دغه کار تر هغه وروسته تر سره کړ، چې مسکو ورسره خبرو کولو ته راضي شو.

د ۲۰۰۰م کال پر نن ورځ بریتانیاوي امنیتي چارواکو په یوه کانتینر کې د د ۵۸ کسانو مړي وموندل. دا کسان ټول چینايي مهاجرین ول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل