1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبه

نن چهارشنبه، د جون د میاشتې ۲۰مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۷۲مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۹۴ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15IG1
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۳۴م کال پر همدې ورځ د سوډان او لیبیا تر منځ پر پوله باندې موافقه وشوه.

د ۱۹۶۱ کال پر نن ورځ کویټ د عرب لیک په سازمان کې شامله شوه خو په ملگرو ملتونو کې د دې هیواد شاملیدل د روسیې له خوا وځنډول شول.

د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ د روسیې د هغه وخت ولسمشر د خپلې کابینې درې لوړ پوړي چارواکي په دې تور چې غوښتل ئې د ولسمشرۍ ټاکنې لغو کړي له دندو گوښه کړل.

د ۱۹۹۹م کال پر نن ورځ د روسیې د هغه وخت ولسمشر یلسن، د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر بیل کلنتن ته د امریکا د پڅواني ولسمشر جان ایف کندي و وژل کیدو په اړه یو رپوت ورکړ.

د ۲۰۰۲م کال د جون د میاشتې په ۲۰مه نیټه امریکا په کینیا کې خپل سفارت وتړه.

د ۲۰۰۵م کال پر همدې ورځ د افغانستان استخباراتي ادارې درې کسان په افغانستان کې د امریکا د هغه وخت سفیر د وژلو د پلان د جوړولو په تور ونیول.

د ۲۰۰۹م کال پر نن ورځ په ایران کې یو شمیر مظاهره کوونکو د دې هیواد پر ولسمشریزه ټاکنو باندې نیوکې وکړې او له پولیسو سره ئې شخړې وکړې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل