1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۱۴, چهارشنبه

نن چهارشنبه، د جولایي د میاشتې څلورمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۸۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۸۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Qsu
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۷۷۶م کال پر همدې ورځ په فلادیلفیا کې د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه تصویت شوه. دغه ورڅ اوس په امریکا کې د دې هیواد د استقلال د ورځې په توگه لمانځل کیږي.

د ۱۷۷۹م کال پر نن ورځ فرانسې په ویست اندیز کې د گرینیدا سیمه له بریتانیویانو څخه ونیوله.

د ۱۸۲۴م کال پر همدغه ورځ ترکانو له یونانیانو څخه د اسپرا جزیره ونیوله.

د ۱۹۴۶م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو تر ۴۷ کلن واک وروسته، د فلیپین جمهوریت رامنځ ته شو.

د ۱۹۷۶م کال پر همدغه ورځ اسرائیلي ځواکونو پر یوې الوتکې باندې چې برمته شوې وه برید وکړ. دغو ځواکونو ۱۰۳ یرغمل شوي کسان وژغورل خو په پېښه کې څلور اسرائیلیان، اوه یرغمل نیوکي او شاوخوا ۲۰ برمته شوي کسان ووژل شول.

د ۲۰۰۲م کال د جولایي د میاشتې په دریمه نیټه یوه مصري گډوال د لاس انجلس په هوایي ډگر کې دوه تنه ووژل او ډیر شمیر نور ئې ټپیان کړل. دغه وگړی پخپله د پولیسو له خوا ووژل شو.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل