1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ تیر ۲۵, یکشنبه

نن یکشنبه، د جولای د میاشتې ۱۵مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۱۹۷مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۶۹ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15Y1p
انځور: Stauke - Fotolia

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۲۲م کال پر همدې ورځ د ترکیې له خوا پر یونان باندې برید پیل شو.

د ۱۸۵۷م کال پر نن ورځ د هندوستان په گناوپور کې د هنديانو له خوا نیول شوي بریتانیايي ښځي او ماشومان ووژل شول.

د ۱۹۴۵م کال پر همدغه ورځ ایتالیا د جاپان پر ضد د جگړې اعلان کړې. دغه دواړه هیوادونه تر دې پخوا د جگړې متحدین ول.

د ۱۹۴۸م کال پر نن ورځ ولسمشر ملگرو ملتونو په فلسطین کې د اوربند اعلان وکړ.

د ۱۹۹۹م کال د جولای د میاشتې پر ۱۵مه نیټه چین اعلان وکړ چې نیوترین بم ئې جوړ کړی دئ.

د ۲۰۰۴م کال پر همدې ورځ د ملگرو ملتونو کلنیزې څیړنې وښودله چې افریقايي هیوادونه د ایدز له کبله لا د فقر په لور روانه ده. ملگرو ملتونو همداراز وویل چې په همدې حال نوره نړۍ د ډیر پرمختگ په حال کې ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض