1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبه

نن شنبه، د جولای د میاشتې ۲۸مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۱۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۵۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15fwd
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۰۴م کال پر همدې ورځ د روسیې د وخت کورنیو چارو وزیر د یوه وگړي له خوا ووژل شو.

د ۱۹۱۴م کال پر نن ورځ لومړۍ نړیواله جگړه پیل شوه.

د ۱۹۳۷م کال پر همدغه ورځ جاپاني ځواکونو د چین بیجینگ ونیوه.

د ۱۹۴۵م کال د جولایي د میاشتې پر ۲۸مه نیټه یوه امریکايي جنگي الوتکه ولویده چې له کبله ئې ۱۳ تنه ووژل شول.

د ۱۹۷۶م کال پر نن ورځ په چین کې یوې زلزلې ۲۴۰۰۰۰ کسان ووژل.

د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ په بیروت کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله ۳۲ کسان ووژل شول او ۱۴۰ تنه نور ټپیان شول.

د ۱۹۸۹م کال پر همدې ورځ هندوستان له سریلانکا څخه خپل ځواکونو راوباسي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض