1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

نن یکشنبه، د جولایې د میاشتې ۲۹مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۱۱مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۵۵ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15g67
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۹۶م کال پر همدې ورځ روسي ځواکونو له ترکانو څخه ازوف ولکه کړ.

د ۱۸۵۸م کال پر نن ورځ متحده ایالاتو او جاپان د سوداگرۍ لومړی تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۰۰م کال پر همدغه ورځ د ایټالیې پاچا هومبورت اول، د یوه تن له خوا ترور شو.

د ۱۹۲۱م کال پر نن ورځ د آل انډیا کانگریس پریکړه وکړه چې د شهزاده ویلیز هندوستان ته د سفر څخه بائیکات وکړي.

د ۱۹۳۷م کال د جولایې د میاشتې په ۲۹مه نیټه ۱۸ کلن ولیعهد فاروق د مصر د پاچا په توگه وټاکل شو.

د ۱۹۸۶م کال پر همدې ورځ د جنوبي افریقا ولسمشر د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر دا غوښتنه رد کړه چې گواکې نیسلن منډیلا دې بې له شرطه او قیده له زندان څخه آزاد کړای شي.

د ۱۹۹۴م پر همدغه ورځ هندوستاني ځواکونو په کشمیر کې ۳۰ تنه ووژل، چې زیاتره ئې مسلمانان وو.

د ۱۹۹۵م کال پر نن ورځ د مصر دولت د اخوان المسلمین شاوخوا ۲۰۰ تنه غړي ونیول.

د ۲۰۰۶م کال د جولایې د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د سري لنکا هوایي ځواکونو د تامل پړانگانو مورچلې په نښه کړې چې په ترڅ کې ئې اوه تنه یاغیان ووژل شول او نور ۱۴ تنه ټپیان شول.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل