1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

نن جمعه، د اګست د میاشتې دریمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۱۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۵۲ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15ic1
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۲۴م کال پر همدې ورځ ترکیې د یونان د پراسا جزیره ونیوله.

د ۱۹۲۸م کال پر نن ورځ ایټالیا له ایتوپیا سره د ۲۸ کلونو له پاره د ملگرتیا تړون لاسلیک کړ.

د ۱۹۳۴م کال پر همدغه ورځ د المان ولسمشر پاول فون هیندنبرگ، په ۸۷ کلنۍ کې ومړ او هیتلر د (دیر فیورر) لقت ځان ته ورکړ.

د ۱۹۳۹م کال پر همدې ورځ ساینس پوه البریت انشتاین د امریکا د وخت ولسمشر ته یو لیک واسته چې پکښې راغلي وو چې امریکا باید اتومی پروگرام پیل کړي.

د ۱۹۵۹م کال پر نن ورځ د متحده ایالاتو پوځ اعلان وکړ چې داسې توغندي ئې جوړ کړي دي چې د تودوخه تعقیبوي او کیدای شي چې د الوتکو د په نښه کولو له پاره وکارول شي.

د ۱۹۶۳م کال د اګست د میاشتې په دویمه نیټه امریکا وویل چې جنوبي افریقا ته به خپل د وسلو ټول صادرات بند کړي.

د ۱۹۷۷م کال پر همدې ورځ شمالي کوریا په سمندر کې یوه پوځي کمربند جوړ کړ او اعلان وکړ چې په دې سیمه کې باید ټول ترافیک له دېه هیواد څخه اجازه تر لاسه کړي.

د ۲۰۰۱م کال پر نن ورځ اسلامپاله افراطیانو په فلیپین کې ۳۶ کسان یرغمل ونیول او د لړ تر لږه څلورو تنو سرونه ئې پرې کړل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم