1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

نن سه شنبه، د اگست د میاشتې ۷مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال ۲۲۰مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۴۶ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15lDI
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۹۴۱م کال پر همدې ورځ د پخواني شوروي الوتکو پر المان باندې لومړي بریدونه وکړل.

د ۱۹۴۵م کال پر همدې ورځ پخواني شوروي د جاپان پر وړاندې د جگړې اعلان وکړ.

د ۱۹۵۱م کال پر نن ورځ د ملگرو ملتونو یوه نوي مرکچې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر د شخړې په هکله د سوله کوله هڅې پیل کړې.

د ۱۹۵۷م کال پر همدې ورځ د کولمبیا په کالي کې د یوه پوځي قطار د چاودنې له کبله شاوخوا ۱۰۰۰ کسان ووژل شول. د دې چاودنې له کبله همداراز شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالر اقتصادي تاوان هم رامنځ ته شو.

د ۱۹۶۰م کال پر نن ورځ د عاج ساحل له فرانسې څخه خپلواکي تر لاسه کړه.

د ۱۹۷۴م کال د اگست د میاشتې پر اوومه نیټه فرانسوی فیلیپ پیتیت، په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له یوې ودانۍ څخه بلې ته پر یوې رسې باندې تیر شو.

د ۱۹۹۸م کال پر همدې ورځ په تونس او کینیا کې د امریکا د سفارتخانو پر وړاندې پرله پسې چاودنې وشوې چې په پایله کې ئې ۲۲۴ کسان ووژل شول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض