1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

نن دوشنبه، د اگست د میاشتې ۱۳مه نیټه او د ۲۰۱۲م کال د ۲۲۶مه ورځ ده. د کال پای ته ۱۴۰ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/15oZ3
انځور: Fotolia/naftizin

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۸۹۸م کال په همدې ورځ امریکايي ځواکونو په فلیپین کې مانیلا ونیوله.

د ۱۹۳۷م کال په ننۍ ورځ الماني ځواکونو د چین پر شانگهای باندې برید وکړ.

د ۱۹۶۱م کال په ننۍ ورځ شرقي المان د برلین د شرقي او غربي سیمو دروازه وتړله.

د ۱۹۷۸م کال په ننۍ ورځ په بیروت کې د یوې چاودنې له کبله ۲۰۰ تنه ووژل شول.

د ۱۹۸۳م کال په همدغه ورځ هندوستان له بنگلدیش سره د خپلې پولې په اوږدو کې خارداره سیم وغځاوه چې د غیر قانوي کډوالو مخه ونیسي.

د ۱۹۹۳م کال د اگست د میاشتې په ۱۳مه نیټه په تایلند کې یو شپږ پوړیزه هوتل راونړید چې له کبله ئې لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول. په دې پېښه کې ۳۵۰ تنه نور ټپیان هم شول.

د ۲۰۰۲م کال په همدغه ورځ د ایران د وخت ولسمشر محمد خاتمې د ترهگري پر ضد د متحده ایالاتو پر عملیاتو باندې نیوکه وکړه او ویویل چې امریکا د سپتمبر د یوولسمې نیټې له بریدونو څخه گټه پورته کړه.

د ۲۰۰۷م کال په همدغه ورځ د طالبانو له خوا برمته شوې د جنوبې کوریا څو تنه ښځې سره صلیب ته وسپارل شوې.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل