1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په سټوکهولم کي د نوبل علمي جايزې ورکول کيږي

۱۳۸۹ آذر ۱۹, جمعه

د سويډن په پايتخت سټوکهولم کي نن د طب، فزيک ، کيميا او اقتصاد په برخو کي د نوبل جايزې ورکول کيږي . دغه جايزې به په مجوعي ډول 9 ساينس پوهانو ته ورکول سي

https://p.dw.com/p/QUtT
انځور: picture-alliance/dpa

د ادبياتو دنوبل جايزه به هم په پيرو کې زيږيدلی، ماريو فرګاس جوشه تر لاسه کړي . د نوبل ددغو جايزو سره ګټونکي ته د 1،1 مليون يورو نغد انعام هم ورکول کيږي .

د نوبل دغه جايزې د 1901 ميلادي کال راهيسي هرکال په10 دډسمبر ورکول کيږي . 10 د ډسمبر ددې جايزې د مؤسس افريډ نوبل د مړيني ورځ ده .

د چين د نظام انتقاد کونکي لي شیابو ته چه په 11 کاله بند محکوم سویدی ، دده په غياب کي به په اوسلو کي دنوبل د سولي جايزه ورکول سي . خو د هغه سره چين سخت مخالفت کړی دی ، او دی يې شخصأ د جایزې د اخيستو دپاره اوسلو ته نه دی پرې ايښی .

آژانسونه /بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري