1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په پاکستان کې د گرځنده تلیفونو د شبکو په فعالیت بندیز دی

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه
https://p.dw.com/p/16Y3E

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، ویلي دي چې دولت به د شنبې په ورځ په یو شمیر ښارونو کې د امنیتي دلایلو له مخې د گرځنده تلیفونونو د شبکو فعالیتونو ودروي. د هغه په وینا دغه پریکړه «د استخباراتي رپوټونو» په رڼا کې اخیستل شوې ده چې د پلازمینې اسلام آباد د یو شمیر سیمو په شمول په نورو ښارونو کې د طالبانو او القاعدې له لورې په اختر کې د ممکنه ترهگرو بریدونو مخه ونیول شي.

ملک خبریالانو ته ویلي دي چې دوی د امنیتي گواښونو ۱۳ راپورونه تر لاسه کړي دي. د هغه په وینا د گرځنده تلیفوني شبکو فعالیتونه به د سهار له شپږو بجو څخه تر ۱۰ بجو پورې ودرول شي په کوم وخت کې چې خلک د اختر د لمانځه له پاره راټولیږي. نن په پاکستان کې د لوې اختر لومړې ورځ لمانځل کیږي.