1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په ژنيو کي دنژادي توپير پرضد کنفرانس پرانستل سو

۱۳۸۸ فروردین ۳۱, دوشنبه

جرمني،امريکا او ځيني نور مهم هيوادونه په دغه کنفرانس کښي برخه نه اخلي ...

https://p.dw.com/p/HatF
دايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد په کنفرانس کښی د ګډون په خاطر ،ژنيو ته د رارسيدوپر مهال
دايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد په کنفرانس کښی د ګډون په خاطر ،ژنيو ته د رارسيدوپر مهالانځور: AP

دملګروملتو دموسسې سرمنشي بان کي مون په ژنيوکي ددغي موسسې دنژادي توپير پر ضد غونډي دپرانستلو پر وخت ،په ټوله نړۍ کي دتعصب پر ضد دمبارزې غوښتنه وکړه ،او ويې ويل چي اوس ددې وخت رارسيدلی دی ،چي د نژادي توپير ، ديهوديت سره د ضديت، اوله اسلام سره دښمني له منځه يوړل سي . ده زياته کړه چي داقتصادي بحران پدې وخت کي دتعصب دډيروالي امکان هم ډير شويدی .

دملګرو ملتو دموسسې سرمنشي بان کي مون په ژنيو کي دنژادي توپير پر ضدغونډه دپرانيستلو په وخت کي دامريکادمتحده ايالتونو اودنورو لويديزو هيوادونو پر نه ګډون باندي اعتراض وکړۍ، او څرګنده يې کړه چي دی ډير خپه دی چي ځينودځانونو دګوښې کولو پريکړه کړيده .

غونډه چه نن دوشنبې ماپښين پيل شويده ،په هغې کي دايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد هم خبر ي کوي ،چه داسراييل پر ضد په ناوړه څرګندونوکي مشهوره دی .

ډير هيوادونه چي دهغو په جمله کي دامريکا متحده ايالتونه ، کانادا، هاليند ،ايطاليه، پوليند اودالمان اتحادي جمهوريت هم شامل دي ، پدې غونډه برخه نه اخلي . ځکه چي دوی ددې په وړاندي ډير حساس دي چي کنفرانس دکيوبا اوليبي په شان هيوادو رابللی دی، او په اوله ورځ ماپښين دايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد په هغه کي وينا کوي . خو دملګرو ملتونو عالي کميساره پيلې، سره له هغه هم هيله منده ده چي د حل يوه مناسبه لار به پيدا سي .

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهورريس بارک اوباما پدې غونډه کي دخپل هيواد نه ګډون ته داسي دليل راوړۍ چه،

« ددغي غونډي جوړونکو پردې ټينګارکړيدی چي پر اسراييلو باندي په ښکاره دنژادي توپير تورونه ولګوي ،اوباما زياته کړيده :

دايران ،کيوبا اوليبيا په شان هيوادونه تل بيا بيا کوښښ کوي چي دملګرو ملتو د موسسې څخه د فلسطينيانو پر ضد داسراييلو دسياست دغندلو په خاطر استفاده وکړي . ددوی خپلي اودنورودغه ډول هيوادودبشري حقونو ربړي په نظر کي نه نيول کيږي ،او هيريږي .

اصلي مشکل په دې کي دی چي په مخکيني کنفرانس کي چي پدې اړه جوړ سوی ؤ، په هغه کي دځينو هيوادو نماينده ګانو داسراييلو پر ضد له دښمنۍڅخه ډکي څرګندوني وکړې . داټول ناسالمه اونه رغونکي انتقادونه وه.

اروپايي ټولنه پدې برخه کي موافقي ته په رسيدو نده بريالۍ سوې . دمثال په ډول فرانسه پدې غونډه کي برخه اخلي . اسراييلو ددوشنبې په ورځ اعلام وکړۍ چي له سويس څخه به خپل سفير ددې غونډي دجوړيدو پر ضد داعتراض په حيث بيرته راوغواړي .

دالمان داتحادي جمهوريت حکومت دغونډي له پيل کيدو څخه يوازي څو ګړيه دمخه دنه ګډون اعلام وکړ . دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير څرګنده کړه چي ددي ډار سته چي لدې غونډي څخه هم د2001کال دغونډي په شان دنورو دعلاقو دڅرګندولو دځای په حيث سوء استفاده وسي . دامونږ منلي نسو .

اصلي جنجال پر نهايي اعلاميي باندي دی که څه هم دهغه ځني برخي چي دنژدې ختيځ پر لانجه باندي وې، پخوا لا ورڅخه وهل شويدي، خودامريکا دمتحده ايالتونودحکومت دوينا له مخي دهغه په پاته برخه کي هم د2001کال دنهايي اعلاميې دمتن ځني برخي په نوروتورو سره راوستل شويدي .

داچي دغه کنفرانس به دنژادي توپير ، دتفاهم اوزغم نه درلودلو ، اوله خارجيانوڅخه دکرکي په برخه کي کومه ګټه وکولای سي اوکنه، بايد وليدل شي . ځکه په هغه کي لږ هيوادونه برخه اخلي ،او مهم هيوادونه لکه دامريکا متحده ايالتونه پکښي شامل ندي .

وايس/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري