1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شريف د خبرو له پاره کابل ته ځي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۶, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د راتلونکي شنبې په ورځ به د دغه هيواد لومړی وزير نواز شريف افغانستان ته سفر وکړي. د دغه سفر هدف د افغانستان د سولي او ملي پخلايني په پروسه کي مرسته کول ښوول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1APVf
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عزيز احمد چوهدري د چهارشنیې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۷) ويلي دي: «له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د نوازشريف د ليدلو کتلو وخت ټاکل سوی دی او خبري اتري به د ملي پخلايني او له بند څخه د نورو طالب بنديانو پر آزادولو باندي وي.»

افغان ولسمشر حامد کرزی د روان کال په اګست مياشت کي پاکستان ته سفر کړی وو.

يوه افغان چارواکي ويلي دي چي د دواړو هيوادونو د مشرانو ترمنځ خبري به د طالبانو له مشر تابه سره د خبرو اترو د پېليدو په اړه د پاکستان پر مرستي باندي متمرکزي وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري له ولسمشر حامد کرزي او د هغه له حکومت سره هر راز خبري اتري رد کړي دي او وايي چي کرزی او حکومت يې د امریکا لاس پوڅی دی.

کابل په وراور وار له اسلام آباد څخه غوښتي دي چي د سولي په پروسه کي له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي مرسته ورسره وکړي. پر پاکستان باندي تور لګول کيږي چي وسله وال طالبان په دغه هيواد کي پټيزي.

کرزي د يکشنبې په ورځ په کابل کي مشوري لويي جرګې ته په وينا کي يو وار بيا ټينګار وکړ چي په افغانستان کي سوله د امريکا متحده ايالاتو او پاکستان په لاس کي ده.

کابل ته د نواز شريف سفر په داسي حال کي پلانيږي چي پاکستان تيره ورځ د طالبانو درې تنه نور لوړپوړي پخواني چارواکي له بند څخه آزاد کړل.

پاکستان ويلي دي چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د مرسته کولو له پاره به خپلي هلي ځلي جاري وساتي. دغه هيواد له څه مودې راهيسي نزدې ۴۰ تنه طالبان له بند څخه آزاد کړي دي، چي د افغانستان د سولي په پروسه کي حرکت راسي.

خو د کارپوهانو په وينا د آزادو سوو طالبانو له جملې څخه يو يې هم له افغان چارواکو سره د خبرو اترو چانس نه دی پيدا کړی او ويل کيږي چي يو شمېر يې بيرته وسلو ته لاس اچولی دی.

د افغانستان د سولي د عالي شورا يو لوړ پوړي استازي تيره اوونۍ پاکستان ته سفر وکړ او يل کيږي چي هلته يې د طالبانو د مشر ملا عمر له پخواني باوري کس ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي. خو د دغو خبرو اترو جزييات تر اوسه پوري نه دي په ډاګه سوي.

ملا برادر په دې نژدې وختونو کي د پاکستان له يوه زندان څخه آزاد سو. افغان چارواکو ټينګار کاوه چي له بند څخه د ملابرادر آزادېدل به د سولي په پروسه کي ډېره مرسته وکړي. خو کارپوهان وايي چي ملا برادر اوس د طالبانو په منځ خپل هغه پخوانی اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د سولی د عالي شورا غړي عبدالحميد مبارز له دويچه ويله سره په يوه تليفوني تماس کي وويل چي تر هغه وخته پوري چي آزاد سوي طالبان يا يوه دريم هيواد او یا افغانستان ته نه وي ورغلي خبري اتري به هيڅ نتيجه ور نه کړي.