1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

نواز شریف د اداري فساد په جرم په لس کاله زندان محکوم شو

۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعه

د پاکستان يوې محکمې د دغه هيواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف، د اختلاص او اداري فساد په جرم په لس کاله زندان محکوم کړ. د محکمې پر مهال پخپله نواز شریف حاضر نه وو.

https://p.dw.com/p/30wgf
Pakistan Premierminister Nawaz Sharif
انځور: Reuters/C. Firouz

دغه خبر قاضیانو د جمعې په ورځ تایید کړې ده. په دې سره نو د پاکستان تر ټاکنو مخکې د نواز شریف ګوند له یوې نوې ستونزې سره مخامخ شوی دی.

څارنوال محمد اورنګباز، په اسلام آباد کي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «شریف په لندن کې د لوکسو جایدادونو د رانیولو په تور په لس کاله زندان او د اته میلیونه پونډه [۱۰ میلیونه ډالره] جریمې په ورکړې محکوم شو.»

یوه بل څارنوال زیاته کړې ده چې محکمې همداراز د دغو جایدادونو د ضبطولو امر هم کړی دی.

شريف اوس په لندن کې دی او د خپلې ناروغي میرمنې پالنه کوي. تمه کیږي چې هغه به د دې پریکړې پر ضد اقامه دعوا وکړي. د پاکستان جیو تلویزیون او ځينو نورو رسنیو دا هم ویلي دي چې د نوازشریف لور مریم، چې ډیر کسان یې د شريف سیاسي میراث خوره بولي، هم په اووه کاله زندان محکومه شوې ده.

نواز شریف تر دې مخکې د محکمې بهیر د سیاسي انګیزو لرونکی بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې د دې هدف د هغه پر ضد اقدامات کول دي.