نواز شریف ښايي د درملنې له پاره بهر ته ولاړ شي
۱۳۹۸ آبان ۱۷, جمعهد آلمان خبري آژآنس په حواله ۶۹ کلن شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، اوس مهال د دومداره شکر، د زړه او وينې اړوند ناروغيو په ګډون له مختلفو ناروغيو څخه کړيږي.
هغه د محکمې له خوا تر ضمانت منل کیدو مخکې په زندان کې خپل د حبس اووه کلنه دوره تیروله. هغه د فساد په جرم د محکمې له خوا په زندان محکوم شوی دی. د نوازشريف لور مريم نواز، چې د هغه سياسي ځای ناستې هم ده، په لاهور کې وويل: «نواز شريف په يو ناوړه [روغتیایي] وضعيت کې دی. هغه بايد هرو مرو د نړۍ هر ځای ته چې وي د درملنې له پاره ولاړ شي.»
د نواز شريف کشر ورور شهباز شريف د پاکستان له کورنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې ده چې د پخواني صدراعظم نوم بهر ته د ممنوع الخروجو کسانو له لست څخه وباسي. د آلمان خبري آژانس د کورنيو چارو وزارت د يوه چارواکي له قوله چې د خپل نوم له ښوولو يې ډډه کړې، ليکلي چې تمه ده چې د شريف غوښتنه به د وزارت له خوا په يوې يا دوو ورځو کې ومنل شي.
نواز شريف تر اوسه درې ځله د پاکستان د صدارعظم په توګه انتخاب شوی دی خو هغه د صدراعظمۍ په يوه دوره کې هم پر خپله دنده تر پايه نه دی پاتې شوی.
د شريف شخصي معالج ډاکټر عدنان خان، وايي دا چې شریف به کله له پاکستان څخه بهر ولاړ شي د هغه روغتیایي وضعیت پورې تړلې خبره ده.
ks/nz (dpa)