1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف: یو باثابته افغانستان د پاکستان له پاره مهم دی

رویټرز/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۹, دوشنبه

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي دي چې له طالبانو سره د افغان ولسمشر د خبرو اترو د وړاندیز هرکلی کوو. په پام کې ده چې نواز شریف نن دوشنبې په ورځ په آلمان کې خپل یو رسمي سفر پېل کړي.

https://p.dw.com/p/1DjqR
انځور: Reuters

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له افغان طالبانو سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د خبرو اترو د وړاندیز هر کلی کړی دی. د آلمان پلازمینې برلین ته د دوشنبې په ورځ له راتگ څخه د مخه هغه د «وېلټ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي دي: « ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې د خبرو اترو د بلنې سره پوره غور کړی دی.»

د پاکستان لومړي وزیر په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «زه پر دې باندې ټینگ باور لرم چې په افغانستان کې باید ثبات رامنځ ته شي او دا د نوي ولسمشر او د هغه د ائتلافي شریک عبدالله عبدالله هدف هم دی. زه د هغوی د بریا هیله لرم.»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو پر وخت طالبان خبرو اترو ته رابللي وو خو طالبانو لا تر اوسه د دغه وړاندیز کوم ځواب نه دی ورکړی.

نواز شریف په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د ده حکومت په پراخه کچه دې ته چمتو دی چې د دغو خبرو ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړې ده: «زموږ د لاسه چې څه کیږي هغه به وکړو، تر څو مو له هغوی سره مرسته کړي وی. یو باثباته افغانستان زموږ مهمه هیله ده.»

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پاکستان کې طالبان هم فعاله دي. د پاکستان پر استخباراتي اداره له طالبانو سره د نزدې اړیکو تور لگول کیږي، چې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنگیږي.

خو نواز شریف د پاکستان له لوري د طالبانو د ملاتړ تورونه ردوي او وایي: «زه د دغسو تورونو د منلو له پاره هیڅ ډول منطق نه وینم. زموږ هیواد د ترهگرو پر ضد مبارزه کړې، د هغوې شبکې او پټنځایونه یې له منځه وړي دي.» نواز شریف په خپلو خبرو کې یادونه وکړه «شا او خوا ۵۰۰۰۰ انسانان د ترهگرو له لوري ووژل شول. زموږ اقتصاد ډیر سخت وځپل شو. ولې موږ په عین وخت کې له طالبانو څخه ملاتړو وکړو؟»

د رپوټونو له مخې د پاکستان لومړی وزیر د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د نومبر لسمه) آلمان ته رسیږي چیرې چې به هغه د دغه هیواد له مشرانو سره وگوري. د دغه سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د خپلمنځي اړیکو لا پسې ټینگول دي.