1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نورستانی: ټاکني تر لومړي پړاو ښې وې

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۹, پنجشنبه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چي د جمعې تر ورځي به له ټولو ولايتونو څخه حساس مواد مرکزي دفتر ته ورسيږي او دوهم پړاو ټاکني يې تر لومړي په ښه توگه ترسره کړي دي. خو عبدالله وايي چي د کمېسيون خبره ورته د منلو نه ده.

https://p.dw.com/p/1CM26
انځور: CC-BY-ISAFMEDIA

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد يوسف نورستاني نن (۲۰۱۴ کال د جون ۱۹) په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي په تيرو ټاکنو کي د نزدې ۱۹ سوه محلونو فورمونه او د پايلو پاڼي په غلطو کڅوړو کي مرکز ته راغلي وې چي دا وار يې شمېر تر سلو نه اوړي.

هغه وويل چي د هر کانديد شکايت ته جواب ورکولو ته چمتو دی او هيڅ پريکړه به د تړلو دروازې ترشا ترسره نه سي: «کمېسیون تيار دی چي د هر کانديد پوښتنو ته جوابونه ووايي او د هغوی باور ترلاسه کړي. زموږ هيڅ پلان نه لرو چي د تړلو دروازو ترشا پريکړي وکړو او وروسته يې له رسنيو سره شريکي کړو.»

نورستاني وويل چي د جمعې په ورځ به د ټاکنو ټول حساس مواد له ولايتونو څخه مرکز ته را انتقال سي. دوی ويلي دي چي رايي شمېرنه به دوام ومومي.

دا په داسي حال کي ده چي ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله تيره ورځ د ټاکنو له کمېسیون سره د خپلو اړیکو د پرېکون اعلان وکړ او د رايي شمېرني د ژر تر ژره درولو غوښتنه يې وکړه.

عبدالله نن د پنجشنبې په ورځ يو وار بيا په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي د دواړو کمېسيونونو پريکړي ورته د باور وړ نه دي او له نړیوالي ټولني څخه غوښتنه کوي چي خپله بې طرفي وساتي:

«زه يې بيا تکراروم چي د دواړو کمېسيونونو پريکړي او پايلي راته د باور وړ نه دي. له نړيوالي ټولني زيات څه نه غواړو، يوازي دي د خپلي بې طرفۍ ثبوت راته وړاندي کړي.»

بله خوا بيا په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي نمايندگۍ د عبدالله د تيري ورځي د وينا په اړه حيرانتيا ښوولې ده او له دواړو کانديدانو څخه يې غوښتي دي چي مسئولانه عمل وکړي او که اړتيا وي له دوی سره دي مشوره وکړي.

اروپايي ټولني هم د ټاکنو دوهم پړاو تر لومړي شفاف بللی دی او له دواړو کانديدانو څخه يې غوښتي دي چي له هرډول وړاندوينو څخه ډډه وکړي او وروستيو پايلو ته غاړه کښېږدي.

په افغانستان کي د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيقا) هم ويلي دي چي د دوهم پړاو ټاکنو مديريت تر لومړي ښه سوی وو. د دغه بنسټ اجرايوي مشر يوسف رشيد وويل: «البته د لومړي پړاو ټاکنو د تجاربو په پام کي نيولو سره، کوم وړانديزونه چي موږ کړي ول او کمېسيون راته د اداري اصلاحاتو په برخه کي ژمني راکړي وې نو ويلای سو چي دغه پړاو ټاکني تر تيرو ښې وې او بايد وستايل سي.»

په پلان کي ده چي د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پايلي به د چنگاښ مياشتي پر ۱۱ او وروستۍ به يې پر ۳۱ نېټه اعلان سي.