1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوري د نړۍ د پانکریشن د ورزش قهرمان دئ

۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبه

جان آغا نوري په فراه کې نړۍ ته راغلی او له کلونو راهیسې د بیلا بیلو ورزشونو لکه سوک وهلو او کراتې په برخه کې تمرینونه کوي. هغه له څلور کلونو راهیسي د افغانستان د پانکریشن د ملي تیم غړی او په فراه کې د دې رشتې روزونکی دﺉ.

https://p.dw.com/p/15TMO
انځور: DW/M.Parsa

جان آغا نوري په وروستیو وختونو کې د نوموړي ورزش د نړیوالې سیالي اتلولي وګټله. دغه سیالي په دوبۍ کې تر سره شوې. نوري د اوو آزموینو تر ورکولو وروسته په دغه سیالي کې د یوه لوبغاړي په توگه وپيژندل شو او د نوموړې سیالي په نړیوالې اتلولي کې ئې ځای وموند. په دغه سیالي کې ۱۶ هیوادونو او د متحده عربي اماراتو څلورو کلپونو برخه لرله. نوري د دغه سیالي په پایلوبه کې یوه روسي لوبغاړي ته ماتې ورکړه او لومړی ځای ئې خپل کړ.

نوري په فراه ولایت کې د پانکریشن د فدراسیون مسئول او روزنکی دئ. هغه وایي چې په فراه ولایت کې ځوانان له ورزش سره ډیره مینه لري او د هغوی زیاتره برخه په دغه رشته کې د ښه استعداد خاوندان دي. خو نوري وایي چې ورزش کاران په دې برخه کې یو لړ ستونزې هم لري:

«د فراه ځوانان له رزمي رشتو سره لیوالتیا لري. په فراه کې زما په ځایي تمرینځای کې له اته سوو څخه زیات ورزش کاران په تمرینونو بوخت دي. موږ په دغه ځای کې د هغو ځوانانو له پاره چې د ورزش مالي توان نه لري، په وړیا توگه د تمرین کولو زمینه برابره کړې ده.»

نوري د ورزش په برخه کې د سفرونو لگښت تر ټولو ستره ستونزه گټي. هغه وایي: «په دوبې کې به مې د افغانانو د کورونو دروازې ټکولې او هره شپه به مې په بیلابیلو ځایونو کې تیروله، خو اصلی هدف مې دا وو چې پرته له مډاله بیرته افغانستان ته ستون نه شم. ما تر ټولو ښه احساس هغه وخت درلود، چې د مډال د تر لاسه کولو وروسته د کابل په هوایي ډگر کې له دوستانو سره مخامخ شوم.»

ښاغلی نوري وایي چې د قهرمانې تر خپلولو وروسته د یو څو بهرنیو کلبونو (زیاتره د عربي هیوادونو) له خوا ورته وړاندیزونه شوي دي خو هغه دغه وړاندیزونه رد کړي دي. هغه زیاتوي: «تر ټولو ښه کار باید د خپل هیواد او خلکو له پاره تر سره شي. زه چې دلته په فراه ولایت کې د افغانستان د خلکو او ځوانو ورزشکارانو سره مرسته کوم، خوند ترې اخلم.»

هغه د افغانستان ځوانانو ته پخپل پیغام کې وایي: «سپورت وکړئ او درس ووایئ او هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو تر منځ قومي، ژبني او مذهبي نفاق واچوي.»

پانکریشن یو ډول یوناني ورزش دئ چې د تاریخي اسنادو پر اساس د لومړنیو رزمي لوبو په ډله کې راځي. دغه ورزښ د المپیک په سیالیو کې هم شامله کړای شوې ده. دغه ورزش له سوک وهلو او پهلواني څخه ترکیب شوې ده چې په لومړي سر کې په یونان کې پیل شوه.

پانکریشن په وروستیو کلونو کې د افغانستان د المپیک په کمیټه کې د فدراسیونونو د جز په توگه ثبت شوې دئ. د نوموړي فیدراسیون لومړنۍ بهرنۍ لوبه په ۲۰۰۷م کال کې د هندوستان په بنگلور کې تر سره شوه چې د افغانستان ورزشکارانو پکښې دوه مډالونه تر لاسه کړل.

مصدق پارسا / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش