1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نور به پوځي عملياتو افغان ځواکونه کوي»

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د افغانستان په جنوب لوېديځ کي د پوځي عملياتو قومانده افغان ځواکونو ته وسپارل سوه. چارواکي وايي، چي اوس به هغه تيروتني له منځه ولاړي سي، چي مخکي به د عملياتو پر مهال کېدلې.

https://p.dw.com/p/15P7l
انځور: AP

له دې وروسته به د افغانستان په جنوب کي، افغان ځواکونه پوځي عمليات کوي او په خپله به هم د عملیاتو پلانونه جوړوي. د چارواکو په خبره د اړتيا په صورت کي به له بهرنيانو مرسته غواړي.

په سويل کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مشران وايي، چي په کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولايتونو کي چيري او څه وخت عمليات وکړي او څرنگه ئې سرته ورسوي.

د تورنجنرال عبدالحيمد وردک په خبره، چي اوس دوی پوهيږي چي چيري له خپل کلتور سره سم څرنگه عملیات پيل کړي.

«په عملياتوکي له سپين ږيرو، ځوانانو، مېرمنو، کوچنيانو، مسجدونو، کورونو او باغونو سره څرنګه چلند وکړو، ځکه موږددې خاوري بچيان يو او په دې ډېر ښه پوهيږو، چي کوم څه زموږ د مذهب او کلتور سره برابردي او څه شي نه.»

دا لومړی ځل دئ، چي په افغانستان کي د يوې پراخي سيمي د عملياتو قومنده افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.

د کندهار والي توريالی ويسا وايي، چي دا د ټولو افغانانو يو خوب وو، چي نن په واقعيت بدل سو:

«دا ډېره د خوښۍ خبره ده، چي د افغانانو دا خوب وا قعيت ته ورسيد، افغان ځواکونو ته د قومندې سپارل د مخالفينو پر زړه د خنجروارى دئ. د هيچا زړه ته نه لويده، چي بيا به افغانان خپل ملي پوليس، ملي اردو ولري. لاکن نن دا ثابته سوه چي نه يوازي امنيتي ځواکونه موجود دي، بلکي خپله دفاع په خپله هم کولاى سو.»

په سهيل کي د ايساف ځواکونو مسئول جنرال هيګ وويل، چي دا د ټولو افغانانو له پاره يوه لويه ورځ ده چي خپله دفاع په خپله کوي.

هغه زياته کړه، چي دوی اوس پر ټولو افغان ځواکونو باور لري، چي ددې حوزې په ټولو سيمو کي په يوازي سر عمليات وکړي:

«زه د ټولي سهيلي حوزې پر امنيتي ځواکونو باندي پوره باور لرم، چي دوى به د خپلو سيمو په ساتنه کي ډېر ښه وځليږي اوهغه ناخوالي چي ترمخه موجودي وې ،هغه به هم يو مخ له منځه ولاړي سي.»

دا په داسي حال کي ده، چي تيره ورځ افغان ځواکونو د کندهار ولايت په ژړۍ او پنجوايي ولسواليو کي د(څلورم کلک هوډ)عملياتو د پيليدوخبر ورکړی وو.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل