1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نور نو د اتریش په سویلي سرحد کې مهاجر نشته

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د بالکان مسیر بندیدل اتریش او آلمان ته د راتلونکو مهاجرو هجوم را کم کړی دی. د اتریش او سلوانیا په سرحدي سیمه «شپیل فلډ» کې د پولیسو په حواله د اونۍ د پیل راهیسې له دې لارې هیڅ یو مهاجر نه دی تیر شوې.

https://p.dw.com/p/1IB3U
انځور: picture-alliance/AP Photo/V.Mayo

د پنجشنبې په ورځ په شپيل فلډ کې د پولیسو یوه ویاند وویل چې مونږ فکر نه کوو چې په نږدې راتلونکي کې دې وضعیت تغییر وکړي. د هغه په خبره یوه اونۍ مخکې ۱۵۰۰ ښځې، سړي او ماشومان دغې سرحدي پولې ته راغلي ول.

په همدې منځ کې په ورځني حساب د هغو مهاجرو شمیر چې په اتریش کې یې د پناه غوښتنه کړی له ۸۰ او د هغو چې د اتریش له مسیر څخه په استفادې نورو اروپایې هیوادونو ته تللي تر ۳۲۰۰ هیڅ کله هم نه دی اوښتی.

پولیسو پر سرحدي پولې خپل پرسونل کم کړی دی. د پنجشنبې په ورځ پولیسو له پوځ سره یوځای د کیرنتین په ایالت کې داسې تطبیقات اجرا کړل، چې څنگه کولې شي له سرحد څخه د غیر قانوني مهاجرو د تیریدو مخه ونیسي. نږدې ۲۰۰ ځواکونو په دغو تطبیقاتو کې برخه اخیستې وه. پولیس وایې: «مونږ باید هر ډول حالت ته امادگي ولرو.»

د بالکان مسیر له بندیدو سره آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر کم شوی

د بروکسل څخه د فرانس پرس خبري آژانس د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په حواله ویلي دي چې د بالکان مسیر بندیدلو آلمان ته د راتلونکو کډوالو پر شمیر اغیزه کړی. دیمیزیر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې وویل: «د بالکان په مسیر کې د کډوالو حرکت اوس پای ته رسیدلی دی.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: په همدې منځ کې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر د تیر کال مني د لوړ شمیر په پرتله یو پر لسمې څخه هم کم شوی دی. هغه زیاته کړې چې په دې برخه کې به کار وشي تر څو دغه شمیر په همدې حالت کې باقي پاتی شي.

«د مهاجرو د هجوم وخت اوس تیر شوې دی، خو اوس دا کار د اروپایې همغږې پر بنسټ ترسره کیږي» مهمه خبره له یونان سره د مهاجرو د ساتنې او پالنې له پاره مرسته او د اروپایې اتحادیې د بهرنیو سرحدونو د حفاظت مساله ده.

دیمیزیر وویل چې د ترکیې هغه وړاندیز مرکزي اهمیت لري چې له مخې دغه هیواد یونان ته په دې وروستیو کې د ورغلو ټولو مهاجرو بیرته ترکیې ته ستنول منلي دي «دا باید ژر تر ژره عملي شي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب