1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نور: وژل سوي کسان طالبان نه بلکه اوباشان دي

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د بلخ په ولايت کي له تيرو لسو ورځو را پدې خوا د دولت ضد مخالفينو په وړاندي د ابتکار په نامه عمليات په لاره اچول سوي دي.

https://p.dw.com/p/QhWA
د بلخ والي عطا محمد نور
د بلخ والي عطا محمد نورانځور: DW

د دغو عملياتو په لړ کي يو شمير هغه ولسوالۍ چي پکښي د دولت ضد اورپکو د شتون ويره موجوده وه تر پوښښ لاندي ونيول سوې.

د بلخ والي عطا محمد نور وايي چي د ابتکار د عملياتو له پيل راهيسي يي تر نن سهاره ۵۰ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.

نوموړی وايي چهاربولک، چمتال او بلخ ولسوالۍ هغه سيمي دي چي تر اوسه پکښي عمليات تر سره سوي دي.

په دغو عملياتو کي افغان ملي پوځ، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه ونډه لري.

د نور په وينا، ډيری شړل سوي کسان عقيدتي طالبان نه بلکي هغه اوباشان دي چي د نور په خبره غلاګانو او سړي وژنو ته يې ملا تړلې ول.

د عملياتو په لړ کي د پنځوستو اورپکو د مړيني خبره هم سوې ده .

« وژل سوي کسان عقيدتي طالبان نه دي او ډيری يې هغه غله دي چي په لارو کوڅو کي ما ينونه ږدي ، خلک شکوي او عامه تاسيساتو ته تاوان رسوي».

امنيتي چارواکي وايي چي د عملياتو په لړ کي د منځنۍ اسيا يو شمير جنگيالي هم وژل سوي او د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره يوازي دوه تنه ده.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عصمت الله عليزی يو دولت ضد جنګيالی رسنيو ته ور ښکاره کړی چي د ښځو چادري يې پر سر کړې او د ښځينه بوټونو تر څنګ يي سپين زنانه خامک دوزي پرتوګ هم په تن وو.

عليزي وويل چي دغه طالب په يوه کور کي د ښځو په منځ کي پټ سوی وو او د کور خلکو ويل چي نوموړې حامله مېرمن ده.

له بل لوري په دغو علمياتو کي د ګڼ شمېر ماينونو او چاوديدونکو توکو د نيول کيدو په اړه هم عليزي خبر ورکړ.

عليزي وويل چي دغه ماينونه او چاوديدونکي توکي يې امنيه قوماندانۍ ته انتقال کړي دي.

ويل کيږي چي د ابتکار په نامه دغه عمليات به تر هغه په سيمه کي روان وي تر څو خلکو ته ډاډمن امنيتي چاپريال برابر سي.

د افغانستان شمالي يو شمير ولايتونه په دي ورستيو کي د طالبانو د پراخ حضور شاهدان دي چي افغان او بهرني چارواکي يي هم انديښمن کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل