1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوماندانو د ملي وحدت پر حکومت موافقه وکړه

مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعه

د افغانستان ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې یوه گډه اعلامیه یې لاسلیک کړې ده چې له مخې به یې په راتلونکې کې د هغوی همکارۍ تنظیم شي.

https://p.dw.com/p/1CrVd
انځور: Getty Images

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري، سره د جمعې په ورځ په یوه گډ خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې یو له بل سره یې یوه اعلامیه لاسلیک کړې ده چې له مخې یې په راتلونکي ملي وحدت حکومت کې په گډه کار کوي.

د بین الافغاني خبرو اترو پایله

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د اعلان شوو لومړنیو پایلو پر اساس مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي، په دغه خبري کنفرانس کې ټینگار وکړ چې دغه بیانیه د دواړو کاندیدانو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې رامنځ ته شوې ده، نه د فشارونو په پایله کې. هغه وویل: «په سیاسي برخه کې موږ ژمنه کړې ده چې هغه چوکات به په یوه بین الافغاني موافقې باندي بدلوو او پر دې به سر له ننه او سبا زموږ تیمونه په مشخص ډول کار وکړ، څو په راتلونکو اوونیو کې موږ دې ته چمتو اوسو چې واک په لاس کې واخلو او خپلو خلکو ته په مسئوليت سره کار وکو.»

ولسمشرۍ ته بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ملي وحدت حکومت پر جوړولو، د رایو د تفتیش بهیر پر دوام او همداراز په راتلوکې کې پر گډ کار باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې په دې اړه له خپل سیال سره موافقې ته رسیدلی دی. عبدالله زیاته کړه: «زه هیله کوم چې سر له اوسه به د کمپاینونو فضا پای ته ورسیږي او د افغانستان د خلکو په سیاسي ژوند کې به یوه نوې دوره پیل شي.»

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د اعلان شوو لومړنیو پایلو له مخې اشرف غني احمدزي تر خپل سیال عبدالله عبدالله ډیري رایې ترلاسه کړي دي خو عبدالله بیا ادعا کړې وه چې پر وړاندي یې درغلۍ شوې دي او په یوه مرحله کې یې آن د یوه موازي حکومت د اعلانولو گواښ وکړ.

له هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته ولاړ او دواړه کانديدان یې د یوه ملي وحدت حکومت پر جوړولو او د ټولو رايو پر تفتیش باندي سره سلا کړل. تر دې وروسته بیا د ملي وحدت حکومت او په هغه کې د اجرائیه وي رئیس د موقف په اړه نوي پوښتني او د دواړو ټیمونو له خوا بیلا بیل تعبیرونه رامنځ ته شول.

تړون د اساسي قانون خلاف نه دی

د جمعې ورځې په خبري کنفرانس کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ټینگار وکړ چې د هغه په منځگړتوب په رامنځ ته شوې موافقه کې د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف هیڅ هم نه شته او روښانه یې کړه چې اوس دواړو کانديدانو هم پر دې خبره باندي سره موافقه کړې ده.

کیري وویل: «زه غواړم دا خبره واضیح کړم چې دا تړون د افغانستان د اساسي قانون چې امریکا متحده یې ایالات یې سخت ملاتړ کوي، درناوي کوي. د دې تړون له مخې په افغانستان کې پارلماني سیستم نه رامنځ ته کيږي او د ولسمشر صلاحتونه نه محدوديږي.»

کیري روښانه کړه چې د هغه په منځگړتوب د رامنځ ته شوې تړون له مخې به د ملي وحدت په نوم راتلونکي حکومت کې یو اجرائیه وي پوست رامنځ ته شي چې له ولسمشر سره به د چارو په سمبالولو کې مرسته کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «له دغو دوو مشرانو څخه یو به یې د افغانستان ولسمشر شي، خو هغوی دواړه به د افغانستان په راتلونکې کې مهم نقش ولوبوي.»

کیري ټینگار وکړ چې ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله موافقه سره کړې ده چې د افغانستان د راتلونکې له پاره یو له بل سره یوځای شي. هغه دا د افغانستان له پاره د بدلون یوه ډیره مهمه شیبه وبلله.

کیري وویل: «سر له اوسه دواړه کاندیدان سره یوځای شوي دي چې ډیالوگ بدل کړي، د راتلونکې له پاره کار وکړي، د لیږد له پاره کار وکړي او د اقتصاد ښه کولو له پاره کار پیل کړي.»

د رایو د تفتیش پر سر دوام

نړیواله ټولنه ټینگار کوي چې په افغانستان کې د رایو د تفتیش روان بهیر د اگست میاشتې تر ۲۵مې نیټې پورې بشپړ شي، څو راتلونکی ولسمشر د ناټو تر غونډي دمخه چې د سپتمبر میاشتې پر څلورمه او پنځمه نېټه جوړيږي په خپل کار پیل وکړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته دواړو کانديدانو او د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د رايو د تفتيش بهیر پر پای ته رسیدو باندې ټینگار وکړ. جان کیري پر نړیوالي ټولني باندي غږ وکړ چې افغانستان ته د ټاکنو لا ډیر کارپوهان واستوي، څو دغه بهیر په گړندۍ توگه پر مخ ولاړ شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب