1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوو بمباريو په سوريه کي د ډزبندۍ هيلي کمي کړي دي

۱۳۹۴ بهمن ۲۴, شنبه

په آلمان کي د سوريې د تماس ډلې پر دې تفاهم کړی ؤ چي د يوې اونۍ په جريان کي به په سوريه کي اوربند رامنځ ته سي. خو تازه نښتو په دې تړاو هيلي کمي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Humf
انځور: picture alliance/dpa/I. Pitalev

د بشري حقونو د فعالينو په حواله روسي جنګي الوتکو د حُمس ښار شمالي برخي بمباري کړي دي. په دې ترڅ کي لږ تر لږه د ۱۶ ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. دا د هغه وروسته چي د آلمان په مونشن کي د امنيتي کانفرانس د رسمي پېل څخه تر مخه په سوريه کي د اوربند رامنځ ته کولو پر سر تفاهم سوی ؤ. د سوريې د تماس ډلې په مونشن کي ويلي ول چي پلان جوړ سوی چي د يوې اونۍ په جريان کي په سوريه کي جګړه ودرول سي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش‌ اوغلو د مونشن په امنيتي کانفرانس کي د دې پخلی وکړ چي روسيې په سوريه کي تازه بمبارۍ کړي دي. د دغه ترکي وزير په وينا په دې ترڅ کي ښوونځي او روغتونونه هم په نخښه کړل سوي دي. ترکي وزير د دې غوښتنه وکړه چي دغه بمباري دي ودرول سي. د هغه په وينا د دغو بريدونو درول د مهاجرو د بحران په تناظر کي يو ډېر اړين کار دی. مولود چاووش اوغلو وويل: «که موږ په دغه سيمه کي د ويني تويېدني مخه ونه نيسو، نو به لا زيات پناه غوښتونکي زموږ پر لور حرکت وکړي.»

د داعش پر ضد به جګړه ادامه ولري

د دې څخه تر مخه د پنجشنبې (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۱مه نېټه) په ماخستن ناوخته د سوريې د تماس ډلې په مونشن کي پر دې تفاهم کړی ؤ چي د يوې اونۍ په جريان کي به اوربند رامنځ ته سي. په سوريه کي د تيرو پنځو کالو راهيسي جګړه روانه ده او تر اوسه اوربند صرف په يو څو کلو کي رامنځ ته سوی خو په هغه پراخه اندازه چي اوس ورباندي تفاهم سوی دی.

د سوريې د تماس د ډلې د تفاهم له مخي د اسلامي دولت يا داعش او نورو توندلارو ډلو پر ضد به جګړه ادامه ولري. د تفاهم له مخي بايد د سوريې د جګړه ځپلو سيمو اوسېدونکو ته بشري مرستي ورسول سي. د تفاهم له مخي به د سوريې د لانجې د سياسي حل له پاره هلي ځلي چټکي کړل سي. د سوريې د تماس په ډله کي د روسيې او ترکيې په شمول ۱۷ هيوادونه غړيتوب لري.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزيرانځور: Getty Images/AFP/T. Kienzle

ياغيانو ته نوي توغندي ورکول سوي

په عيني حال کي د سوريې ياغيانو ويلي دي چي د حلب سره نژدې د حکومتي قواؤ په جګړه کي ورته يو شمېر نوي توغندي ورکول سوي دي. ياغيانو ويلي چي د «ګراډ» ډوله توغندي په تيرو ورځو کي له بهر څخه ورته ورسېدلي دي. د ياغيانو دوو قومندانانو ويلي دي چي د نوو توغنديو په مرسته تر محاذ آخوا هم هدف ويشتلای سي. دغو قومندانانو دا نه ده بربنډه کړې چي دغه نوي توغندي يې له چا تر لاسه کړي دي.

د سوريې د ولسمشر بشارالاسد مخالف هيوادونو لکه ترکيې او سعودي عربستان په تيرو وختونو کي د ياغيانو د بيلو ډلو سره تسليحاتي مرستي کړي دي. بعضو ياغيانو د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې تر نظارت لاندي عسکري روزنه هم تر لاسه کړې ده. خو د ياغيانو دا غوښتنه چي ورته د مځکي څخه په هوا کي هدف ويشتونکي توغندي ورکول سي، تر اوسه نه ول منل سوې. ياغيان وايي چي په حلب کي د روسيې په مرسته د روان پوځي بريد د مخنيوي له پاره يادو توغنديو ته اړتيا لري.

له ايران څخه نوي سګنالونه

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي دي چي ايران د سوريې پر موضوع د خپل سيميز سيال سعودي عربستان سره و همکارۍ ته چمتو دی. ظريف د مونشن په امنيتي کانفرانس کي وويل: «هيڅ داسي شی نسته چي په سيمه کي زموږ ټولو له پاره د ښه راتلونکي په مقصد د سعودي عربستان سره زموږ د ګډ کار مخه ونيسي.» ايراني وزير زياته کړه تهران او رياض دواړه دا مشترکه دلچسپي لري چي : «سوريه يو باثباته، له ترهګرو څخه خالي، څومذهبه او څودينه هیواد وي.»

سعودي عربستان وايي چي د سوريې د لانجې د حل له پاره د ولسمشر بشارالاسد ليري کېدل حتمي دي. د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير و «زيوډ ډويچه څايټونګ» نومي آلمانۍ ورځپاڼي ويلي دي چي «د سوريې آخر معلوم دی. بشارالاسد به په آئنده کي نه وي.» نوموړي زیاته کړې: «کېدای سي چي دا درې مياشتي وخت ونيسي، شپږ مياشي او يا درې کاله، خو هغه (بشارالاسد) به نور د سوريې مسؤليت ونه لري.» په عيني حال کي اسد لږ وخت مخکي په خپره سوې مرکه کي ويلي چي غواړي ټوله سوريه بېرته تر خپل واک لاندي راولي.