1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نويي نازيان د اوباما په مرګ پسي راوتلي وه

۱۳۸۷ آبان ۷, سه‌شنبه

پولیسو د اتلس کلن او شل کلن دو ځوانانوموټر د Tennssee د ایالت د Alamo په ښار کي په یوه عادي ګزمه کي ودراوه.د دغه موټر په ټول بکس کي ډیري وسلې پټي کړای سوي وې

https://p.dw.com/p/Fiw2
د امريکا د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما د انتخاباتي مبارزې پر وخت
د امريکا د ډيموکراټ ګوند کانديد بارک اوباما د انتخاباتي مبارزې پر وختانځور: AP

د متحده ایالاتو د فدرال د پولیسو د اړوندي ادارې د وسلو او چاودونکوتوکو ځانګړو مسوولینو یوه تومانچه، یو ټوپک او درې نوري تومانچې پيدا کړې. دغو دواړو ځوانانو چي د سکن هډ یا سرخریلو نومي ډلي یا نوو نازیانو پوري اړه لري، اعتراف وکړ چي په دغو وسلو، هغوی غوښتل د وسلو یوې مغازه باندي چپاو یوسي او هلته نورو وسلو سره ځانونه سمبال کړي.

د خبري آژانسونو او د CNN د یو تر بله موافق رپوټونو له مخه، په دغو وسلو سره دوی غوښتل چي بیا پر هغه یوې ښونځۍ باندي حمله وکړي چي ډیری زده کونکي يې تور پوستان دي او هلته په یوه خونړي عمل لاس پوري کړي. د دغو دوتنو چي ځان نژاد پالونکي سپین پوستان بولي، د پلان له مخه په دغه ښونځۍ کي باید 102 زده کونکي په ډزو سره ووژل سي او یا له هغو څخه سرونه پرې کړای سي. له هغه وروسته هغوی پلان درلودی، چي د بارک اوباما د انتخاباتي مبارزې یوې ټولني ته په موټر کي ځان ورسوي او د خپل موټر له کړکۍڅخه پر هغه باندي ډزي وکړي.

دجمهوري ریاست لپاره د تور پوستي کانديد، بارک اوباما، وژل د دغو دو تنو ښی اړخو افراطینو د وینا له مخه، د افریقايي- امریکایانو د خونړۍ وژني د لړۍ د یو فاینل یا وروستۍ لوبي په توګه پلان سوی و.

CNN په خپل رپوټ کي وویل:« دغو دوو تنو سرخریلو چي یوبل سره يې په انټرنيټ کي د ښی اړخو افراطینو په ټولنه کي له نژدې پیژندګلوی پیدا سوې، خپل ځان، ځانمرګي بریدکونکي ګڼل او د اوباما پر ضد د حملې سره يې، خپل مرګ ته هم ملاتړلې وه.»

دغه دواړه کسان اوس په توقیف کي دي او غیري قانوني وسلې درلودل، د نعریه وسلو د غلا د پلان او د امریکا د جمهوري ریاست د یو کاندید پر ضد د ګواښ ورکولو په وجه تورن سوي دي.هغوی د پنجشنبې په ورځ د دوهم ځل لپاره د څارني د قاضي په وړاندي درول کیږي.

دجمهوري ریاست لپاره د لومړي تور پوستي د کاندید، بارک اوباما پر ضد د حملې ویره ډیره زیاته ده. د امریکا د مدني حقوق د مبارز، مارتین لوتر کینګ قتل او د ډیموکراتانو د ارمان پوره کونکو جان اف کینډي او رابرت کینډي پر ضد د وژونکو حملو خاطرې لا تراوسه د خلکو په فکر او دماغ کي ژوندۍ دي. له بارک اوباما څخه چي خپل پلویان يې تورکینډي بولي، په هر غونډه او ټولنه کي دومره زیات ساتنه کیږي چي تر اوسه پوري، جمهوري ریاست له بل هیڅ کاندید څخه نه ده سوې.

د بارک اوباما د وژلو د پلان دغه خبر په داسي وخت کي خپريږي چي هغه له خپل سيال، جان مکين سره د انتخاباتي مبارزې په وروستي پړاوکي دي.اوباماپه خپله يوه انتخاباتي مبارزه کي د خپل هيواد کورنيوستونزو ته په اشارې سره وويل:« په يوه اونۍ کي به موږ هغه يوسياست ته د پای ټکی کښيږدي، چي دغه اولس يې سر ويشلی دی، يوازي ددې لپاره چي انتخابات وګتي. هغه سياست چي يوه سيمه د بلي سيمي، يو ښار د بل ښار، اوجمهوريت غوښتونکی د ډيموکراټانو پر ضد هڅوي».د نومبر د مياشتي پرڅلورمه د متحده ايالاتو د جمهوري رياست لپاره انتخابات په لاره اچول کيږي.