1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي امريکايي ځواکونه د افغانستان شمال ته استول کيږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۹, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو يو دفاعي چارواکي پرون وويل چي متحده ايالات ښايي د افغانستان شمال ته2500 نور سرتيري واستوي ترڅو د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/MY6I
امريکايي سرتيری د طالبانو ضد عملیاتو کی
امريکايي سرتيری د طالبانو ضد عملیاتو کیانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو يو دفاعي چارواکي پرون وويل چي متحده ايالات ښايي د افغانستان شمال ته2500 نور سرتيري واستوي ترڅو د طالبانو د فعاليتونو مخه ونيسي.

نومړي دفاعي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي د فرانس پرس خبري آژانس ته خبري وکړي وويل: امريکايي چارواکو له آلماني قوماندانانو سره چي د افغانستان په شمال کي د نړيوال امنيتی مرستندوي ځواک آيساف د سيمه ايز قومانداني مشري په غاړه لري، په خبرو بوخت دي چي څرنګه دغه نوي امريکايي ځواکونه په شمال کي خوندي شي.

دغه چاروکي زياته کړه: د پلان له مخي 2500 پوځيان په پام کي دي چي په هغو کي د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو لپاره نو پوځي روزنکي هم شامل دي.

د افغانستان شمال ته د دغو نوو امريکايي ځواکونو استول پلان وروستي له هغي عنوان شو چي يو لوړ پوړي آلماني جنرال وويل د ناتو غواړي چي د کندز په ولايت کي نوي عمليات په لاره واچوي.

د ناتو تر مشري لاندي د آيساف د ارکان حرب غړي، جنرال برونو کاسدورف د آلمان يوي تلويزيوني شبکي ته د پنجشنبي په ورځ وويل:

«په يقين سره چي په کندز کي به په عملياتو لاس پوري شي. زه نه وايم چي په هغه وسعت او ستروالي چي په هلمند کي وشول ، خو دي ته ورته عمليات.»

د افغانستان په شمال کي د جنوب په پرتله زور زياتي ډير پراخ نه دي، خو طالب اورپکو په دي وروستيو وختو کي هلته خپل فعاليتونه پراخ کړي دي. هغوي هڅه کوي چي له ازبکستان څخه د شمال له لاري د ناتو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو په وړاندي ستونزي پيدا کړي.

خو څارونکي وايي چي په روان ميلادي کال کی به بياهم په جنوب کي نړيوال ځواکونه د طالب اورپکو د حملو سره زيات لاس او ګريوان وي.

آلمان د افغانستان په شمال کي کابو 4300 سرتيري لري چي وروسته له امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا څخه د سرتيرو د شمير له لحاظه په دريمه درجه کي راځي.

په افغانستان کي د امريکايي او ناتو د ځواکونو ستر قوماندان، جنرال ستنلي ميک کريستل تي اوني وويل په مزارشريف کي آلماني سرتيرو د کندز، بغلان ولايتونو او په شمال کي د ځينو نورو سيمود امنیت د خوندي ساتني لپاره خپلي هڅي پراخي کړي دي.

هغه وويل که څه هم په شمال کي امنيت د جنوب په پرتله ښه دی، خو بياهم پلان شوو او هدف لرونکي عملياتو ته اړتيا ليدله کيږي.

فرانس پرس/ عبدالباری حکيم

کتونکی: قاسم نوری