1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي دهلي هم اوس د افغانستان د سولي له پلان څخه ملاتړکوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د هند صدراعظم منموهن سنګ له ولسمشرکرزي سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل، هند د افغان حکومت له هغه يو پلان څخه ملاتړ کوي چي غواړي د طالبانو ترمشري لاندي له بغاوت سره په افغانستان کي د سولي په موخه روغه جوړه وکړي

https://p.dw.com/p/11EWu
کرزی او منموهن سنګ په کابل کی
کرزی او منموهن سنګ په کابل کیانځور: AP

د هند صدراعظم منموهن سنګ په کابل کي له ولسمشر حامد کرزي سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي وويل: «مونږ د افغانستان د خلکو د سولي او ملي پخلايني له غوښتني ټينګ ملاتړ کوو».

د هند صدراعظم منموهن سنګ له ولسمشر حامد کرزي سره له ليدني کتني څخه وروسته وويل چي هند د افغانستان له هغه يو پلان خخه ملاتړ کوي چي غواړي د طالبانو تر مشري لاندي له بغاوت سره روغه جوړه وکړي

دا لومړي ځل دي چي هند له داسي يو پلان څخه په ښکاره توګه ملاتړ کوي. له دي مخکي کله چي ناتو او امريکا متحده ايالاتو له داسي يو پلان سره موافقه کړي وه، نوي دهلي خپله انديښنه څرګنده کړه.

هند انديښنه درلوده چي طالب ياغيانو ته د روغي جوړي د لاس اوږدولو سره ښايي د هغه سيال هيواد پاکستان ته لاره هواره شي چي په افغانستان کي خپل نفوذ بيرته پراخ کړي او په پاي کي بيا د طالبانو يو حکومت رامنځ ته شي.

هند او پاکستان دواړه هغه هيوادونه دي چي له افغانستان سره، د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د کلکو اړيکو غوښتونکي دي.

په برياليتوب سره د دغو دو سيالو هيوادونو د ګټو د انډول ساتل چي له کلونو را په دي خوا په افغانستان کي سره رقابت لري، د امريکا متحده ايالاتو لپاره يوه ستره ننګونه ده، خو يوه څه چي اوس کابو روښانه ښکاري هغه دا ده چي نوي دهلي او اسلام آباد دواړه د سيمي د امنيت او ثبات لپاره ليوالتيا لري.

د هند صدراعظم له ولس مشر حامد کرزي سره په ګډه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل : « مونږ د يو سوليزه، با ثباته، ديموکراتيک او پلورالستيک افغانستان غوښتونکي يو. مونږ د افغانستان د خلکو د سولي او روغي جوړي له غوښتني خخه ټينګ ملاتړ کوو.»

سنګ يادونه وکړه چي هند به له افغانستان سره په ټولو برخو کي خپلو مرستو دوام ورکړي. هغه وويل: «هند د افغانستان د يو والي، د خاوري بشپړتيا او سواکي څخه ملاتړ کوي»

هند يو له هغو هيوادونو څخه دي، چي تل يي افغانستان ته خپل ښه نيت د مرستو په کولو ښودلي دي. وروسته له هغه چي په افغانستان کي د طالبانو حکومت ړنګ شو، د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره تر اوسه پوري دغه هيواد 1.3 ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

افغانستان ته د منموهن سنګ سفر په داسي حال کي کيږي ، چي د القاعدې د مشر د مړيني سره پر غربي هيوادونو عامه او سياسي فشار ډير سوي، ترڅو خپل ځواکونه د افغانستان څخه و باسي.

افغانستان او هندوستان د ګاونډي هيواد پاکستان سره په دې وروستيو کي ښيې اړيکي نه درلودې. دغه هيوادونه پاکستان په دې تورنوي، چي په سيمي کي د تروريستي شبکو او ياغيانو سره مرستي کوي.

د هندوستان د حکومت يو چارواکي وويل: «هند غواړي چي د اسامه بن لادن د مړيني په اړه د حامد کرزي نظر واوري. القاعدې ټولو ته انديښني پيدا کړي. زه هيله لرم چي د اسامه بن لادن د مړيني سره به په سيمي کي حالات ښه سي.»

هغه دغه راز وويل چي ، د امريکايي پوځيانو په وتلو سره هندوستان داسي کوم تصميم نه لري چي په ترڅ کي يې په افغانستان کي خپل پوځي حظور پياوړي کړي، خو ده زياته کړه چي که افغان حکومت د هندوستان څخه ددې خبري غوښتنه وکړي نو کيداي سي چي هند خپل پوځيان په افغانستان کي لا ډير کړي.

په تيرو لسو کلونو کي افغان ولسمشر، حامد کرزي، هندوستان ته لس واري سفر کړي، چي دا د هندوستان سره د ده علاقمندي ښيي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم