1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوي وزيران ولسي جرگې ته ور وپيژندل سول

۱۳۹۱ شهریور ۲۲, چهارشنبه

د ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم نن چهارشنبه(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۲مه) د کابينې درې وزيران او يو لوی رئيس د اعتماد رای اخيستني له پاره ولسي جرگې ته ور وپيژندل.

https://p.dw.com/p/16789
انځور: DW

د افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه ځانګړي فرمان له مخي، د کورنیو چارو وزارت څخه ليري شوی وزیر بسم الله محمدي اوس د ملي دفاع وزارت ته، د کورنیو چارو وزارت اوسنی سرپرست غلام مجتبی پتنګ کورنیو چارو وزارت، د کابل ولایت پخوانی والي حاجي دین محمد د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته او د ملي امنیت لوی ریاست له پاره اسدالله خالد نومولي دي.

د کرزي لومړي مرستيال مارشال فهیم په ولسي جرگه کي د دغو کسانو د معرفي کولو پر مهال وویل، چي دا د ولسي جرګې صلاحیت دئ، چي کاندېد وزېرانو ته د باور رایه ورکوي او کنه.

خو هغه له وکیلانو څخه وغوښتل چي نومول شوو کسانو ته دي د کار کولو موقع ورکړي.

نومول شویو کسانو ته ولسي جرګې تېره ورځ ددې جرګې په عمومي غونډه کي ځکه د ګډون اجازه ورنه کړه چي هغوی باید د ولسمشر او يا د هغه د مرستيالانو له خوا ورپېژندل شوي وای.

کارپوهان وايي ولسي جرګې ته به دا ځل نوماند وزېرانو ته د باور رایه ورکول تر ټولو ستر چيلينج وي. ځکه ددغو کسانو په کتار کي بسم الله محمدي یو له هغو کسانو څخه دئ چي همدې جرګې نزدې ۳ اوونۍ دمخه له کورنیو چارو وزارت څخه بې واکه کړ.

په دې کسانو بل د بحث وړ شخص د کندهار پخوانی والي اسدالله خالد دئ، چي هغه هم په ډيري سختی سره له ولسي جرگې څخه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مشر په توگه د اعتماد رايه اخيستې وه.

ولسي جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزېرانو څخه ځکه د باور رایه واخېسته چي د ډېورنډ کرښي له ها عاړي ئې د راکټي برېدونو په مخنیوي کې وړ اقدامات نه وو کړي.

Afghanistan Mitglieder des Parlaments
انځور: DW

د نومول سوو وزيرانو پيژندنه

بسم الله محمدي، د کورنيو چارو پخوانی وزير اوس د دفاع وزارت له پاره معرفي سوی دئ. ښاغلی محمدي په ۱۳۴۰ کال کي په پنجشير کي زېږېدلی دئ. هغه خپلي لومړۍ زده کړي په ابو حنيفه مدرسه کي کړي دي او په ۱۳۷۴ کال کي له حربي پوهنتون څخه فارغ سوی دئ. هغه مخکي تر دې چي د کورنيو چارو وزير سي د افغانستان د لښکر لوی درستيز وو.

اسدالله خالد په ۱۳۴۸ کال کي د غزني ولايت په ناوه ولسوالي کي زېږېدلی دئ. هغه د تاجکستان په دولتي پوهنتون کي د حقوقو په رشته کي زده کړي کړي دي. هغه د ملي امنيت رياست د پنځمي ادارې رئيس، د غزني او کندهار ولايت والي او د سرحدونو د چارو د وزير په توگه دندې تر سره کړي دي.

علام مجتبی پتنگ، چي د کورنيو چارو وزارت ته نومول سوی دئ، په ۱۳۴۲ کال کي په لوگر ولايت کي زېږېدلی دئ. هغه د ليسانس په درجه د افغانستان د پوليسو له اکاډمۍ څخه فارغ سوی دئ. هغه په وروستيو کلونو کي د تخار ولايت امنيه قوماندان او د کورنيو چارو وزرات د عامه ساتني ادارې د مرستيال په توگه دندې تر سره کړي دي.

حاجي عزيزالله دين محمد، اوس د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته نومول سوی دئ. دی په ۱۳۳۱ کال کي د ننگرهار ولايت په سرخرود ولسوالۍ کي زېږېدلی دئ. هغه د مجاهدينو په وخت کي د معارف وزير او د صدارت د مرستيال دندې تر سره کړي دي. هغه دغه راز د کابل او ننگرهار ولايت د والي او په مشرانو جرگه کي سناتور تير سوی دئ.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل