1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوکيا-زيمينس د افغان بېسيم مخابراتي کمپنۍ ته پراختيا ورکوي

۱۳۸۹ آبان ۱۱, سه‌شنبه

د فرلند او جرمني د ګډ شرکت، نوکيا ـ زيمينس، چارواکو د سه شنبه په ورځ وويل چي دغه شرکت په افغانستان کي د يو بيسيم مخابراتي شرکت سره کار پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/PwRW

د دغو چارواکو په حواله، نوکيا ـ زيمينس په افغانستان کي يو مخابراتي شرکت په نوي تجهيزاتو سمبالوي او د همدې مخابراتي کمپني خدمات د افغانستان ليري پرتو سيمو ته پراخوي.

اوس مهال په افغانستان کي 17 ميليونه وګړي له ګرځنده تيليفونونو څخه کار اخلي چي دغه شمير د افغانستان په سلو کي 57 اوسيدونکي جوړه وي.

په همدي حال کي بيا ډير شمير نور افغان وګړي د ګرځنده تيليفونونو څخه استفادي ته ليوالتيا ښيي. دا په داسي حال کي ده چي په 2002 کال کي د ګرځنده ټيليفونونو تکنالوژي په افغانستان کي هيڅ شتون نه درلود.

د نوکنيا ـ زيمينس چارواکي وايي چي دوی د افغان بيسيم کمپني سره يو پريکړه امضا کړي ده چي په ترڅ کي يې د دغه شرکت سيستمونه نوي کوي او دغه شرکت د افغانستان ليري پرتو سيمو ته پراخوي.

افغان بيسيم يو له هغو پنځو مخابراتي کمپنيو څخه دی چي په افغانستان کي کار کوي. د دې کمپني تر څنګ روشن، افغان تيليکام، ايتصالات او ام تي ان مخبارتي شرکتونه هم په افغانستان کار کوي.

په همدي حال کي د نوکنيا ـ زيمينس د شبکې په حواله په افغانستان کي اوس هم مخابراتي شرکتونه کولای سي چي ليري پرتو سيمو ته خپل خدمتونه وغځوي او يو ډير شمېر نوي مشتريان پيدا کړي.

په افغانستان کي فعال مخابراتي شرکتونه اوس مهال، افغان دولت ته هر کال 500 ميليونه ډالر ماليه ورکوي، چي د دولت د عايد په سلو کي 10 جوړوي.

دا په داسي حال کي ده چي طالبان او په افغانستان کي ميشت ناټو ځواکونه کله نا کله په ځيني سيمو کي مخابراتي شرکتونو بندوي ترڅو په دغو سيمو کي تيليفوني اړيکي بندي کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل