1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی آی فون آرزانه، خو وړوکی دی

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

اپل شرکت به د مارچ میاشتي په پای خپل نوی تلیفون بازار ته وړاندي کړی. دغه ګرځنده تلیفون که څه هم د دې شرکت د نورو تلیفونونو په پرتله ارزانه دی، خو د بیې له ټیټیدو سره د تلیفون هینداره هم وړوکې شوې ده.

https://p.dw.com/p/1IHS1
نوی آی فون تليفون
انځور: Reuters/S. Lam

اپل شرکت د دوشنبې په ورځ خپل نوي محصولات اعلان کړل. په اعلان شویو محصولاتو کې دوو یې په ټولنیزو رسنیو کې ډیر بحثونه راوپارول. لومړي یو وړوکی «ای فون» او دویم هم یو وړوکی «آی پد» دی.

د اپل شرکت نوی ګرځنده تلیفون «ای فون سي» نومیږي چې ډیر د دغه شرکت پخواني وړوکي تلیفون «ای فون پنځه» ته ورته دی. که څه هم د دې تلیفون شکل او د هینداري اندازه د پخواني تلیفون په شان ده، خو بیا په نورو تیکنالوژيو کې یې بدلون راغلی دی.

«ای فون سي» چې په امریکا متحدو ایالاتو کې به یې بیه له ۳۹۹ ډالرو پیلیږي، ۱۲ میګاپیکسله کمره لري، هینداره یې ډیره روښانه ده، او همداراز د «ای شپږ اس» په شان چټک پروسیسر لري.

دا ټول د دې معنی لري چې که څه هم نوی ای فون وړوکی دی، خو بیا هم روښانه، چټک، په ښې کمرې او پروګرام سمبال دی.

اپل شرکت له دې سره غواړي داسې پیریدونکي ترلاسه کړي چې لوی تلیفونونه یې خوښ نه وي او یا هم د نورو ای فونونو د رانیولو له پاره کافي پیسې نه لري.

بل هدف د هندوستان په شان هیوادونو ته د ای فون وړاندي کول دي. اپل غواړي د خپلو محصولاتو له تبدیلولو، او د هغوی د بیو په راټیټولو سره چین، هندوستان او نور لوی مارکیټونه خپل کړي.

اپل د دوشنبې په ورځ د «ای پد پرو» په نوم یو نوی ای پد هم معرفي کړ چې دا هم وړوکی او ارزانه دی.