1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«نوی قانون به د ايراني ښځو حقونه محدود کړي»

آزانسونه/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ اسفند ۲۴, یکشنبه

د ايران حکومت غواړي چي د يو نوي قانون په مرسته د مېرمنو حقونه محدوده کړي. ايران غواړي چي ايرانۍ مېرمني خپله زياته توجه د ماشومانو روزلو ته ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Er4l
انځور: Rasa

د ايران مشرتابه د زيات وخت راهيسي په خپل هيواد کي د نفوس د کمېدو د ګواښ څخه اندېښنه لري. د نړۍ وال بانک د شمېرو له مخي په ايران کي د ۱۹۷۹م کال د انقلاب پر وخت يوې ايرانۍ مېرمني اوسطاً ۶ بچيان ږېږول خو اوس هره مېرمنه اوسطاً ۱،۷ ماشومان ږېږوي.

د ماشومانو د مخ په کمېدونکو ږېږېدنې د شمېرو پر ضد اوس د ايران د شورای نګهبان مخي ته د يو نوي قانون مسوده ايښودل سوې ده چي دغه شورا يې بايد تصويب کړي. د نوي قانون دغه مسوده تر مخه د ايران د پارلمان له خوا منل سوې وه.

د ايران په دغه نوي قانون کي زيات داسي ټکي سته چي په مرسته يې د ايران مشرتابه غواړي چي په خپل هيواد کي د ماشومانو د ږېږېدو شمېرې جګي کړي. د بېلګي په توګه دغه قانون يوازي هغه وخت و شرکتونو ته د کارګرو په توګه د مېرمنو د مؤظفولو اجازه ورکوي، کله چي دغه مېرمني تر مخه لا ماشومان ولري.

«د مېرمنو له پاره بد عواقب»

د دې تر څنګ به هغه اصول چي له مخي يې مېرمني په خپله خوښه په محکمه کي طلاق تر لاسه کولای سي، لا سخت کړل سي. د قانون په مسوده کي راغلي چي « مېرمني بايد چي د خپلو مړونو د غوښتنو مثبت جواب ووايي او تر زياتي اندازې د طلاق مخه ونيسي.» خو د نارينه ؤ له خوا و خپلو مېرمنو ته د طلاق ورکولو په اصولو کي کوم بدلون په پام کي نه دی نيول سوی.

د بخښني د نړۍ وال سازمان امنسټي انټرنېشنل د منځنۍ، ختيځ او شمالي افريقا مسؤله حسيبه حج صحرايي پر ايراني چارواکو ږغ کړی دی چي که دغه قانون تطبيق سي نو به د هغو مېرمنو له پاره ډېر بد عواقب ولري چي په خپل کور کي د مړونو د تاوتريخوالي سره مخامخ دي.

د نوي قانون له مخي به د دې وروسته مېرمنې دا حق و نه لري چي په خپله خوښه د اولاد د ږېږولو د مخنيوي عمليات وکړي. دا په داسي حال کي چي د ايران حکومت درې کاله تر مخه لا د دغه ډول پروګرامونو سره اقتصادي مرستي درولي وې. د حامله کېدو پر ضد د تدابيرو له پاره يو شمېر نوري دولتي مرستي هم درولي سوي دي.

ښايي د سقط جنین پيښي هم زياتي سي

حسيبه حج صحرايي وايي چي که په ايران کي دغه نوی قانون تصويب او تطبيق سو نو به د مېرمنو د حقونو وضعه په لسيزو شاته وغورځول سي. د نوموړي په وينا د ایران مشرتابه « مېرمنو ته صرف د ماشوم ږېږولو د ماشينونو په سترګه ګوري او د هغوی څخه هر ډول حقونه اخلي.»

د روغتيا د نړۍ وال سازمان د کارپوهانو په وينا دوی اندېښنه لري چي که په ايران کي د حامله توب د مخنيوي ټولي لاري وتړل سي نو به د ږېږون پر وخت د مېندو د مړيني شمېره هم ډېره جګه سي. دغه کارپوهان دا اندېښنه هم لري چي ښايي د اسقاط حمل پيښي هم زياتي سي.

په ايران کي د نوي قانون مقصد دا دی چي مېرمني بايد پر خپل هغه کردار زياته توجه وکړي چي د ماشوم ږېږولو سره تړلی دی. خو دا په داسي حال کي چي په ايراني پوهنتونونو کي د نارينه ؤ په پرتله د ښځينه محصيلينو شمېر زيات دی.