1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی پارلمان د سلواغې پر اوله پرانستل کیږي

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

د ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هيروي وايي چي ولسمشر کرزي اوس هوډمن دی چي نوي پارلمان به پرانيزي.

https://p.dw.com/p/Qc8G
د مخکني پارلمان غړي د لوړه کولو پر مهال
د مخکني پارلمان غړي د لوړه کولو پر مهالانځور: AP

هروي ويلي چي دغه پريکړه وروسته تر هغه وسوه چي ولسمشر کرزي تيره ورځ په خپله ماڼۍ کي له يو شمير بريالي او معترضو کانديانو سره وکتل.

پر ولسمشر کرزي له تيرو څو مياشتو راهيسي تور وو چي نه غواړي نوی پارلمان په داسي حال کي چي د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلي هم اعلام سوي پرانيزي.

د پارلماني ټاکنو څخه را پورته سوي لانجې له څو اونيو را پدې خوا د حکومت، معترضو کانديدانو او ټاکنيزو کمېسيونونو تر منځ رواني دي.

د افغانستان پارلمان ۲۴۹ تنه غړي لري او د دغو وکيلانو لپاره د غوراوي ټاکني د زمري مياشتي په ورستيو کي تر سره سوي.

د ولسمشر کرزي او معترضو کانديدانو تر منځ ناسته د پټو دروازو تر شا د خبريالانو له حضور پرته تر سره سوې او په دقيقه توګه نده څرګنده چي په دغه غونډه کي په نورو کومو حساسو موضوعاتو خبري سوي دي.

خو د ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هيروي وايي چي ولسمشر وکيلان ملي يو والي او د ملک بياودانولو او دغه جنګ ځپلي هيواد لپاره د سولي د شرايطو برابرولو ته وهڅول.

په ورته وخت کي يو شمير سياسي شنونکي په دي اند دي چي ډيري مرستندويه هيوادونه تر هغه پوري له افغانستان سره خپلي نوي مرستي نه اعلاموي تر څو د افغانستان د نوي پارلمان پرانيسته نه وي سوې.

د سياسي چارو شنونکي مدثرافغان نن له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي پر ولسمشر د برياليو کانديدانو او نړيوالي ټولني فشارونو بلاخره هغه دې ته اړ ايست چي د نوي پارلمان پرانيستلو ته تن کښېږدي.

د قانون له مخه د نوي پارلمان پرانيسته بايد د افغانستان ولسمشر وکړي خو هغه د پارلمان دورستيو پايلو تر اعلام وروسته په يوه او بله پلمه تر اوسه پوري د نوي پارلمان له پرانيستلو ډډه کړې وه.

هروي احتمال ورکړ چي که چيري کومه جدي موضوع رامخي ته نسي نو دغه پارلمان به د دلوي د مياشتي په لومړۍ نيټه پرانيستل سي خو که چيري ولسمشر په کومه بله جدي مسله بوخت سي نو خامخا به د دلوي د مياشتي په لړ کي پارلمان پرانيزي.

خو افغان وايي چي ولسمشر کرزی له نوي پارلمان سره ښايي هغسي علاقه و نه لري لکه څنګه چي يې ده فکر کاوه دا ځکه چي نوی پارلمان ته د هغه ډيري سياسي مخالفينو لاره پيدا کړې ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل