1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوی کانگرس افغانستان ته د ملکي مرستو د کمولو په لټه کي دی

۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د بيارغاوني لپاره د متحده ايالاتو د مالي مرستو کمول چي د 2002 کال څخه را په دې خوا تر اوسه پوري د امريکايي ماليه ورکونکو لپاره 56 مليارد ډالر تمام سوي اوباما ته یوه ډيره سخته ستونزه ده.

https://p.dw.com/p/Qndm
د امريکا کانګرس
د امريکا کانګرسانځور: picture-alliance/dpa

اوباماغواړي د جولای د مياشتي څخه تر مخه د طالبانو او نورو ياغيانو برخلاف ستر پرمختګ لاس ته راوړي ترڅو په نوموړې مياشت کي د اعلان سوي پلان سره د خپلو سرتيرو وتل پيل کړي.

د استازو د نوي مجلس کنترول د جمهوريت غوښتونکو په لاس کي دی، او ښايي له دې څخه مخ واړوي چي د افغانستان د 9 کلني جګړې لپاره مالي لګښتونه کم کړي. په عمومي توګه د افغانستان په جګړه کي متحده ايالات هر کال څه د پاسه 110 مليارد ډالر لګوي.

ديموکراټان انتقاد کوي چي جمهوري غوښتونکي غواړي چي پوځي مصارف زيات خو ملکي مرستي کمي کړي.

د رويترز خبري آژانس په خپل رپوټ کي د ديموکراټانو د يو مشاور له خولي چي هويت يي نه دی څرګند وايي: « تاسي به وګوري چي جمهوري غوښتونکو ټولي هڅي به دا وي چي په ملکي مرستو کي کموالي رامنځ ته کړي.»

د جمهوري غوښتونکي يو لوړ پوړي مشاور هم دغه خبره مني او وايي چي په نوي کانګرس کي به استازي ښايي ونه غواړي چي د بهرنيو چارو د وزارت ځيني پروګرامونه تمويل کړي. خصوصاً هغه چي په جګړه ځپلو سيمو کي د بيا رغاوني کارونه يي هدف دي.

دغه مشاور وايي، دا په دې وجه چي د بهرنيو چارو وزرات، څرنګه چي په عراق کي وليدل سول نه سي کولای چي په ناکرارو سيمو کي خپل فعاليتونه منظم او کنترول کړي.

الينا روز لهتينن چي د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړې ده او د استازي په نوي مجلس کي به د بهرنيو چارو د کېمټې مشري په غاړه ولري ويلي دي چي هغه به د بهرنيو چارو د وزارت بودجه او دغه راز د بهرنيو مرستو لګښت غوڅ کړي.

د ديموکراټانو يو مشاور چي هويت يي د رويترز د خبري آژانس په رپوټ کي نه دی څرګند سوی وايي دغه ډول کموالی به د واشنګتن هغه هڅي له خنډونو سره مخامخ کړي چي غواړي په افغانستان او د هغه په ګاونډي هيواد پاکستان کي د بيارغاوني په پروګرامونو سره امن او ثبات ټينګ کړي.

په دغو پروګرامونو کي د سړکونو، ښونځيو او روغتونو د جوړولو ترڅنګ د حکومتي چارواکو روزل هم شامل دي.

خو ديموکراټان به هم په دې لاره کي ټينګ کنترول رامنځ ته کړي ترڅو په لږ پيسو دير زيات کارونه تر سره کړي. دا ځکه چي متحده ايالات له يو اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دي او د دغه هيواد د وزګارانو شمير هم وار په وار زياتيږي.

د متحده ايالاتو د ګانګرس دواړه ګوندونه به هڅه وکړي چي افغانستان ته په مايل مرستو باندي کنترول پراخ کړي او پر افغان حکومت باندي فشارونه زيات کړي ترڅو د اختلاس او ادراي فساد پر ضد ټينګ ګامونه وخلي.

د دغو مرستو يو ځانګړی پلټونکي وويل چي د افغانستان اداري فساد د امريکايي مايله ورکونکو لپاره که په مليارددو ډالر نه وي، خو په مليونو ډالر هرومرو تاوان اړولی دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل