1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيبل: افغان حکومت دي د طالبانو سره خبري وکړي

۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبه

ديرک نيبل د آلمان د پراختيايي مرستو وزير دی. نوموړي د اداري فساد پر ضد د ولسمشر کرزي د ادارې هڅي مثبتي، او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ يې خبري اتري اړيني بللي دي.

https://p.dw.com/p/13cIL
د پراختيايي مرستو المانی وزير
د پراختيايي مرستو المانی وزيرانځور: DW-TV

په افغانستان کي د آلماني پوځ د ماموريت لس کاله پوره سول. په دې ترځ کي د پرمختيايي مرستو لپاره آلماني وزير، ديرک نېبل، د «لايپڅيگر فولکس څايټونگ» سره مرکه کړې ده. آلماني وزير په دغې مرکه کي ويلي دي چي د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت اقدامات او پاليسۍ پر سم لورې روانه ده.

د آلمان د ليبرال گوند دغه سياستوال زياته کړې ده چي په افغانستان کي د اوږدمهاله سولې لپاره اړين کار دا دی چي د مخاليفينو سره خبري وسي. نيبل په مرکه کي پر آلماني شرکتونو ږغ کړی دی چي په دغه سیمه کي دي په خپلو فعاليتونو کي زياتوالی راولي.

په افغانستان کي د آلماني پوځ ماموريت د ۲۰۰۲م مېلادي کال د جنوري په لومړۍ نېټه هغه وخت پېل سو کله چي د آلماني پوځ ځانگړي کوموندو افغانستان ته ورسېدل. آلمان غواړي چي تر ۲۰۱۴م مېلادي کال پوري د افغانستان څخه خپل جنگي عسکر وباسي.

نيبل په دې هکله ويلي دي چي تر ۲۰۱۴م مېلادي کال پورې دې افغان حکومت د طالبانو سره د واک د وېش خبري پر مخ بوځي.

ديرک نيبل په عيني حال کې د آلمان هغه ژمنه يو ځل بيا تکرار کړې چي د افغانستان سره به د ۲۰۱۴م مېلادي کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نيبل په افغانستان کي د اداري فساد پر ضد د حکومتي مبارزې په هکله ويلي دي چي د حامد کرزي حکومت په دې ترځ کي د اټکل څخه زياتي مثبتې پايلي درلودلي دي. نيبل زیاته کړې چي د افغانستان حکومت ته به يوازي هغه وخت د آلمان اقتصادي مرستي ورکول کيږي چي د اداري فساد په هکله خپلې ژمنې پوره کړې:

«په ۲۰۱۳م مېلادي کال به افغانستان ته ۴۳۰ مليونه يورو مرستي د بيا رغونې لپاره ورکړل سي. د دغو پیسو له جملې څخه ۲۵۰ مليونه يې يوزاي د آلمان د پراختيايي وزارت لخوا ورکول کيږي.»

آلماني وزير په دغه مرکه کي د آلمان پر شرکتونو ږغ کړی دی چي تر کومه ځایه چي امنيتي وضعه د دې اجازه ورکوي په سيمه کي دې خپل فعاليتونه پراخ کړي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: مسعود جهش