1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيلسن منديلا ومړ

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۵, جمعه

د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر نيلسن منديلا د ۹۵ کلونو په عمر مړ سو. هغه په روان کال کي څو میاشتي په روغتون کي د سږي د ناروغۍ له کبله بستر وو.

https://p.dw.com/p/1ATx5
انځور: Reuters

د جنوبي افريقا ولسمشر جيکوب زوما د دغه هيواد د ملي تلويزيون له لاري اعلان کړی دی چي منديلا په يوهانس بورګ کي په خپل کورکي مړ سوی دی. «زموږ ولس خپل ستر زوی له لاسه ورکړ».جيکوب وويل چي د منديلا جنازه به دولتی مراسو تر سره سي او د دغه هيواد ملي بيرغ به نيمه ځوړند وي.

منديلا د جنوبي افريقا په تاريخ کي لومړی تور پوستی ولسمشر وو. د خپل هغه خوب وخيال له پاره چي په جنوبي افريقا کي ديموکراسي راسي او توکميز توپير له منځه ولاړ سي ۲۷ کاله يې په بند کي تېر کړل.

د منديلا د ژوند لوړي او ژوري

کله چې د ۱۹۱۸ کال په جولای میاشت کې د نيلسن منديلا پلار ګادلا، پر هغه باندې د «رولیح لالا» نوم کیښود، د هیچا فکر ته هم دا خبره نه راتله چې دغه نوی ماشوم څومره د دې نوم سزاوار دی.

«رولیح لالا» د منديلا د قبیلې د خلکو په ژپه، داس ېوه کس ته ویل کیږي چې «یوه شاخله ماتوي.» دغه کلمه په اصطلاح کې هغه کس ته استعمالیږي چې د نور کسان په قهروي.

په رښتیا هم دغه نوم له مندیلا سره ښايي. هغه په هر فرصت کې د جنوبي افریقا د هغه وخت د رژیم قهر او غوسه راپاروله. دغه رژیم له مندیلا څخه خپل غچ واخیست او هغه یې د پوره ۲۷ کلونو له پاره زندان ته واستوه.

د ریوونیا په محکمه کې د منديلا دفاعیه ډیره مشهوره شوه. په دې محکمه کې په ۱۹۶۴ کال کې قضایي چارواکو په منديلا پورې د سبوتاژ او خرابکاریو نزدې ۱۵۰ تورونه وتړل او هغه یې په عمري بند باندې محکوم کړ. هغه په خپله دفاعیه کې په جنوبي افریقا کې د نژادي جداییو په اړه ټولې دسیسې بربنډې کړې او په اخر کې یې وویل: «زه مړیني ته چمتو یم.»

منديلا خپل سیاسي فعالیتونه په ځوانۍ کې پیل کړل. هغه خپل ماشوموالی د خپلې قبیلې د مشر د زوی په توګه په آرامۍ کې تیر کړی وو. کله چې هغه پوهنتون ته ولاړ، نو د اعتراضي محصلینو د یوې ډلې د مشر په توګه يې خپل ځان ته د ډیرو کسانو پام راواړوه.

تر هغه وروسته منديلا له جبري واده څخه انکار وکړ او د جنوبي افریقا پلازمینې یوهانس بورګ ته وتښتید. ځوان منديلا په همدې ځای کې په سیاسي جریانونو کي ښکیل شو. هغه په ۱۹۴۴ کال کې د جنوبي افریقا د ملي کانګرس یا ANC غړی شو. تر دې څلور کاله وروسته ملي حزب واک ته ورسید او په نژادي جدایي یې پیل وکړ. په ۱۹۵۲ کال کې منديلا په يوهانسبورګ کې د تورپوستان لومړی د وکالت دفتر پرانیست.

د اپارتاید پر وړاندې وسله واله جګړه

په دې وخت کې د اپارتاید پر وړاندې ټولیز کمپاینونه او مدني حرکتونه رامنځ ته شوي ول. منديلا په دغو خوځښتونو کې مرکزي نقش لاره.

د ANC د فعالیتونو تر منع کیدو وروسته، منديلا د «ملت د نیزې» په نوم یوه وسله واله ډله جوړه کړه. هغه د دغې چریکې ډلې مشر وو او پر دولتي بنسټونو یې د برید کولو امر صادر کړ. هغه په ۱۹۶۲ کال کې له جنوبي افریقا څخه په پټه دباندي سفر وکړ، څو د خپل ګوند د فعالیتونو له پاره مالي ملاتړ تر لاسه کړي. کله چې منديلا بیرته جنوبي افریقا ته ستون شو، نو د رژیم له خوا ونیول شو، او بیا وروسته محاکمه شو.

منديلا د خپل بند ۱۷ کاله د روبن آیلند په بدنامه جزیره کې تیر کړل. د دغه سیاسي بندي سترګې په همدې بند کې د شاقه کارونو د کولو پر مهال سختي زیانمې شوې. پر دې ټولو ستونزو سربیره منديلا په زندان کې نورو کسانو ته لیکل او لوستل زده کول. اوس هغه خونه چې منديلا ۱۷ کاله پکي تیر کړي په جنوبي افریقا کې یو له ډیرو مهمو ځایونو څخه بلل کیږي.

له ۱۹۸۸ کال څخه د منديلا د آزادۍ له پاره په تدریجي ډول لاره اواره شوه. تر هغه درې کاله مخکې منديلا د ANC ګوند له خوا له تاوتریخوالي څخه د لاس اخیستلو په شرط د بخښني وړاندیز رد کړی وو. بالاخر د ۱۹۹۰ کال د فبروري پر ۱۱ نېټه منديلا تر ۲۷ کلونو بند وروسته د هغه وخت له دولت سره تر یو لړ پټو خبرو اترو وروسته آزاد کړل شو. دې سیاسي شخصیت هغو کسانو ته چې د ده د آزادیدو په ویاړ یې د خوښې نعرې وهلې وویل: «زه اوس له غرور او خوښۍ سرشاره یم او آزاد ستاسو پر وړادې ولاړ یم. موږ آزاد یو.»

«د افریقا مارتین لوتړ»

«د افریقا مارتین لوتر کینګ» له زندان څخه تر آزادیدو وروسته، د نژادي جدایي د له منځه وړلو له پاره خپلي هلي ځلي پیل کړې. د دغو هڅو په پایله کې په ۱۹۹۴ کال کې په جنوبي افریقا کې لومړۍ آزادې ټاکنې تر سره شوې.

په دې ترتیب سره نو د ۱۹۹۴ کال د می میاشتي پر لسمه نیټه منديلا د جنوبي افریقا د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. تر دې وروسته هغه د جنوبي افریقا د ټولو نژادونو تر منځ د پخلايني راوستلو هلې ځلې پیل کړې.

منديلا په ۱۹۹۹ کال کې د سیاست له ډګر څخه لیري شو او خپله ډیره توجه یې هغه ټولنیز سازمان ته واړوله چې ده یې خپله بنسټ ایښی وو. هغه په خاصه توګه هغو ماشومانو او نورو کسانو خپل ډیر پام واړوه چې د ایدز په ناروغۍ اخته ول. په ۲۰۰۵ کال کې مندلا دوهم زوی مکګاتو، په ۲۴ کلنې کې د ایدز د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

منديلا د ایدز د ناروغۍ په اړه ویلي دي: «د جنوبي افریقا خلکو د اپارتاید پر ضد یوه شرافتمندانه جګړه پر مخ بوتله. نن هغوی تر اپارتایده له یوه لوی خطر سره مخامخ دي.»

خو د منديلا ځای ناستی تابو مبکي، د ایدز د ناروغي پر وړاندي خپلي سختې مبارزې ته دوام ورکړی دی. دې افریقايي مبارز بیا وروسته دغه خبره ومنله چې د خپل جمهوري ریاست په دوره کې یې د ایدز د ناروغۍ پر وړاندې په کافي اندازه مبارزه نه ده کړې. په جنوبي افریقا کې د فقر پر وړاندې مبارزه هم د منديلا په فعالیتونو کي لومړی ځای لري.

جنوبي افریقا یو لوی اخلاقي شخصیت له لاسه ورکړ

نلسون منديلا له خپل نړیوال شهرت او محبوبیت څخه ګته واخيسته او د یو شمیر نړیوالو شخړو په حلولو کې یې د منځګړي نقش ولوباوه. په دې برخه کې د بوروندي هیواد د کورنۍ جګړې په پای ته رسولو کې د منديلا هڅې د بیلګې په توګه یادیدای شي. منديلا په روښانه ډول د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا پر سیاستونو باندې نیوکې وکړې.

د جنوبي افریقا د دغه پخواني ولسمشر روغتیايي حالت په یوه پېښه کې د هغه د معشوقې تر وژل کیدو وروسته خراب شو.

نړۍ د نيلسن منديلا له مړینې سره د آزادۍ په برخه کې یو لوی مبارز له لاسه ورکړ. که څه منديلا د سن د لوړوالي له کبله پر سیاسي مسایلو ډیر نظر نه ورکاوه خو هغه بیا هم په خپل هیواد کې د یوه اخلاقي نماد په توګه نقش ادا کوه.

اوس د منديلا تر مړینې وروسته د دې ویره شته چې د ANC ګوند ډیر ژر پر هغه لور حرکت وکړي، چې تر دې مخکې نور ډیر افریقايي آزادي غوښتونکي خوځښتونه ورته رسیدلي دي. اوس په ډیر شمیر افریقايي ازادي غوښتونکو خوځښتونو کې له واکه څخه د غلطې استفادې، اقتصادې فساد او خپل خپلوانو د دندو د سپارلو پېښې لیدل کیږي.