1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیمروز کې په بهرنیو اسعارو سوداګري منع شوې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

د طالبانو له خوا په نيمروز کې د بهرنیو پیسو په خاص ډول د تومان پر راکړه ورکړه په داسې حال کې بندیز لګول شوی چې د سوداګرو په خبره په بازار کي د افغاني بانک نوټونو کمښت د دوی پر ورځني کاروبار منفي تاثیرات کړي.

https://p.dw.com/p/4BTUN
Iran Symbolbild Zentralbank
انځور: blickwinkel/C. Ohde/picture alliance

نیمروز د افغانستان په جنوب لویدیځ کي د ایران سره پر پوله پروت هغه ولایت چې د ورځې سلګونه افغانان پرې تګ راتګ کوي خو هلته د طالبانو لخوا د بهرنیو اسعارو پر په خاص ډول د تومان پر راکړه ورکړه داسې بندیز لګول شوې چې د طالبانو په خبره سرغړونکو ته سزا هم ورکوي.

یو شمیر هټي وال وايي د دوی د ستونزو په نه نظر کي نیولو سره طالبانو یو شمیر هغه خلګ وهلې ډبولې چې په تومن یې سودا کوله.

صمیم چې د زرنج په ښار کي ګمرک ته څیرمه دوکان لري وايي زیاتره مشتریان یې هغه کسان دي چې د ایران له صفري نقطې څخه افغانستان ته را اوړي او یواځي تومان لري. نوموړی زياتوي که او که ورسره سودا نکوې کاروبار له لاسه ورکوي او که سودا کوي طالبان یې څاري او حتې وهې یې. نوموړی زیاتوي: «طالبان سخت وهل کوي. دا مرزي ولایت دی د ایران څخه خلګ ځي راځي دلته تومن که څوک واخلي بې عزته کیږې. افغانۍ هم داسې زړي دي چي په لسو کي یې پنځه نه اخلي. آخر څه باید وکړو دا یوه لویه ستونزه ده .»

نیمروز چې د افغانستان یو سرحدي ولایت دی د بهرنیو اسعارو پر کارولو د بندیز په اړه د طالبانو دغه اقدام له ډېرو غبرګون سره مخ شوی دی.

د عبدالواحد په يو سوداګر وايي چې د دې ګام هرکلی کوي چې افغانۍ وکارول خو ستونزه دا ده چې په ټول نيمروز کې پنځه ميليونه سمې افغانۍ نه پيدا کيږي. هغه وايي چې حکومت باید د خلګو ستونزې په نظر کي نیولو سره اقدامات وکړي. هغه زياتوي: «پخوا په بازار کي تومان، افغانۍ او هر راز پیسې وې خو اوس تومان بند شوي او افغانۍ هم په ښار کي ډیری کمې شوې. کومې چې سته ډیرې زړي یا میده دي چې مشتري یې نه اخلي. طالبان د خلګو مشکل ته نه ګوري.»

بل خوا په نیمروز کي د افغانستان بانک د طالبانو ولایتي مسؤول مولوې سلام دویچه وله سره خبرو کي وویل چې دوې د هر هغه چا سره چې په کور دننه په بهرني اسعارو راکړه ورکړه کوي، لومړی خبره کوي خو که څوک سرغړونه کوي، د تند غبرګون سره مخ کیږې. هغه وايي موږ نور نه غواړو چې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه تر سره شي. نوموړی زياتوي: «پخوا دلته بشپړه معامله په تومان وه. دې کار پر افغانیو منفي اثر غورځولی وو. خو اوس بايد ټوله سوداګري په افغانیو وشي ځکه دا زموږ ملي هویت دی. دا چې په بازار کي افغانۍ زړي دي دا خبره موږ هم تر یو بریده منو خو کمې نه دي ځکه موږ له مخکې چمتووالی لرو.»

د طالبانو حکومت مسؤولین وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت او ملي ګټو ته په کتو په سوداګرۍ، او صنایعو کې له افغاني کرنسۍ باید کار واخیستل شي.

دا مهال د طالبانو حکومت د وچکالۍ، نغدو پیسو کمښت، پراخې قحطۍ، نا امنۍ او د کډوالۍ له بحران سره مخامخ دی چې یاد کار د خلګو پر ژوندانه تر ډیره بریده منفي اثرات اچولي دي.