1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيوزيلند پای لوبي ته ووت

سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۴, سه‌شنبه

د کرکیټ د نړیوال جام په سیالیو کې نیوزیلنډ په نیمه پای لوبه کې سویلي افریقا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه او فاینل یا پای لوبي ته ووت. د نیمه پای لوبي بله سیالي به د مارچ مياشتي پر ۲۶ د هند او آسترالیا لوبډلو تر منځ وي.

https://p.dw.com/p/1Ew8i
انځور: Reuters/N. Marple

د مارچ میاشتې پر ۲۴ نېټه د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په لومړي سیمي فاینل یا نیمه پای لوبه کې نیوزیلنډ په یوه په زړه پوري لوبه کې د سویلي افریقا لوبډله ماته کړه.

سویلي افریقا د ټاس یا پچي تر گټلو وروسته خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه خو د سر لومړي دوه لوبغاړي هاشم املا او ډي کوک یې په ۳۱ منډو کې له لاسه ورکړي ول. تر هغه وروسته د سویلي افریقا توپ وهونکي لږ ټینگ شول او منډي یې تر ۱۱۴ ورسولې.

د سویلي افریقا له خوا د ډوپلسیز او روساو ملگرتیا د منډو په ډیرولو کې ښه مرسته وکړه. ډوپلسیز په ۱۰۷ توپونو ۸۲ او روساو بیا ۳۹ مندي وکړې.

خو د باران د اورښت له کبله دغه لوبه تر ۴۳ اوورونو پوري محدوده شوه او سویلي افریقا د پنځو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۸۱ منډي وکړې. د نیوزیلنډ له خوا انډرسن، د مخالفي لوبډلي درې لوبغاړي وسوځول

د باران د اورښت له کبله د «ډک ورت لیوس» سیستم له مخي نیوزیلنډ ته په ۴۳ اوورونو کې د ۲۹۸ منډو هدف وټاکل شو.

نیوزیلنډ له پیله تیزه لوبه پیل کړه او کپتان مک کلم او گپتل په گډه ۷۱ منډي جوړي کړې. مک کلم په ۲۶ توپونو د څلورو شپږیزو او اته څلوریزو په مرسته ۵۹ منډي وکړې. نیوزیلنډ دوهم لوبغاړی هغه وخت له لاسه ورکړ چې مجموعي منډې یې ۸۱ وې.

تر هغه وروسته د نیوزیلنډي توپ وهونکو خپلي لوبې ته ادامه ورکړه. د سویلي افریقا لوبغاړو د رن آوټ څو فرصتونو له لاسه ورکړل، څو کیچونه یې وغورځول او همداشان د خراب فیلډنگ له کبله د لوبې اړخ واوښت.

خو د نیوزیلنډ د ننۍ لوبي په بریا کې گرانټ اېلټ لوی لاس لاره. هغه خورا سخته تیزه لوبه وکړه او په ۷۳ توپونو یې ۸۴ منډي وکړې او تر اخره ناسوځیدلی پاته شو. دی د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو.

بالاخره د ۴۳ اوور په پنځم توپ د شپږو لوبغاړو په سوځیدو نیوزیلنډ ټاکلی هدف پوره کړ او له نړیوال جامه يې سویلي افریقا رخصت کړه. نیوزیلنډ په روانو سیالیو کې تر اوسه هیڅ لوبه نه ده بایللې. فاینل یا پای لوبه به د مارچ میاشتي پر ۲۹مه نېټه وي.

دوهم سیمي فاینل یا نیمه پای لوبه به د آسترالیا او هند لوبډلو تر منځ د مارچ میاشتې پر ۲۶ نیټه وشي. گټونکي لوبډله به د مارچ میاشتې پر ۲۹ نیټه له نیوزیلنډ سره خپل بخت و ازمويي.