1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيول شوي زندانيان د خپلي تيښتي کيسي کوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۸, پنجشنبه

يو بيرته نيول شوي زنداني د حکومت له خوا يوي جوړ شوي خبري غونډي ته وويل: «مونږ ويده ؤ چي په ناڅاپي توګه له خوب راويښ کړاي شو. مونږ شل تنه په يو کوټه کي ؤ او راباندي غږ وشو که چيري له خوبه پورته نشي، تاسي وژنو

https://p.dw.com/p/115Ng
د کندهار د سرپوزی له زندان څخه په سل ګونو طالب یاغیان وتښتدل
د کندهار د سرپوزی له زندان څخه په سل ګونو طالب یاغیان وتښتدلانځور: dapd

افغان امنيتي چارواکو وروسته له هغي يو لړ عمليات په لاره واچول چي په کندهار کي د يو زندان د ماتيدو وروسته شاوخوا پنځه سوه بندیان په تيښتي بريالي شول. د دغو عملياتو په ترڅ کي تر اوسه 71 تښتيدلي بندیان بيرته نيول شوي.

هغه بندیان چي اوس د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يوځل بيا په زندان کي اچول شوي د خپلي تيښتي په اړه لا ډير معلومات ورکوي.

ولي جان چي د تيښتي وروسته د افغان امنيتي چارواکو لخوا نيول شوي وايي: «کله چي زه د يوه تونل په واسطه د زندان څخه په وتلو بريالي شوم، طالبانو راته وويل چي ته آزاد يي او هر چيري چي غواړي تلاي شي. تونل ډير روښانه ؤ او مونږ مجبور ؤ ترڅو په خاپوړو تري نه تير شو.» محمد جان زياتوي: «د تونل په يوي خوا کي يو پلاستيکي پايپ ځاي پر ځاي شوي ؤ چي فکر کوم د اکسيجن د جريان دنډه يي درلوده. د تونل په بلي خوا کي بيا د بريښنا يو تار ؤ چي په کي په زرګونو ګروپونه نصب شوي ول.»

محمد جان همدا راز وايي چي د زندان په کوټي کي د ده سره يوځاي شل نور کسان هم ساتل کيدل. دي زياتوي کله چي طالبانو دي د تونل په لور هدايت کړ، نو ده ديرش دقيقي په تونل کي مزل وکړ ترڅو هغه کور ته چي تونل په کي پيل شو وه ورسيږي. دي وايي: «ځيني کسان ډير بيريدلي ؤ او نه يي غوښتل چي د زندان څخه وتښتي. تونل کي د مزل کولو په خاطر زما جامي په خټو ککړي شوي وي.»

يوبل زنداني چي سميع الله نوميږي وايي چي ده د تيښتي په وخت بوټان نه درلودل ځکه چي زندانيان د تيښتي د پلان څخه خبر نه ؤ. دي وايي: «زه طالبانو د خوب څخه را ويښ کړم او راته يي وويل چي بايد د زندان څخه و تښتم که نه نو دوي به ما ووژني.»

محمد جان وايي چي د زندان څخه د وتلو وروسته ده کوښښ وکړ چي د خپل خپلوانو کور ته لاړ شي او پاکي جامي ترلاسه کړي خو دي د افغان امنيتي ځواکونو لخوا ډير ژر ځکه وپيژندل شو چي ده بوټان نه درلودل او جامي يي هم په خټو ککړي شوي وي.

په کندهار کي د مات شوي زندان قوماندان، جنرال غلام دستګير، د سه شنبي په ورځ وويل چي د زندان څخه په تيښته بريالي شوي ډير شمير ياغيان ښايي پاکستان ته تللي وي. دستګير زياتوي چي دوي به د هغو معلومات په مرسته چي د نيول شويو بندیان نه يي ترلاسه کړي، نور تښتيدلي بندیان هم پيدا کړي.

افغان حکومت د دغي پيښي په اړه هراړخيز تحقيقات په لاره اچولي. د افغانستان د عدلي وزير، حبيب الله غالب، د دغي پيښي مسؤليت تر ډير حد پوري د افغان او نړيوالو ځواکونو په غاړه اچولي او په هغه ليک کي يي چي افغان ولسمشر، حامد کرزي، ته استولي ويلي چي د کندهار د زندان په ماتيدو کي ځيني دولتي چارواکو لاس درلود.

له هغه کور څخه چي تونل شروع شوي، زندان ته په يوي نږدي سيمي کي پروت دي. د چارواکو په حواله په ورستيو کي دغه کور د امنيتي ځواکونو لخوا څو ځلی لټول شوي ؤ. دا په داسي حال کي ده چي طالبان ادعا کوي چي دوي د دغه تونل د کيندني کار پنځه مياشتي پخوا پيل کړي ؤ.

دا لومړي ځل نه دي چي د دغه زندان څخه بندیان په تيښته بريالي کيږي. په 2008 کال کي د دغه زندان څخه څه نا څه زر ياغيان وتښتيدل چي امنيتي حالات يي د ننګونو سره مخ کړل.

رویترز/ مسعود جهش

کتونکی: عبدالباري حکيم