1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيکپا: غواړم د سرو زرو مډال وگټم

۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبه

د افغانستان له پاره د اولمپیک د لوبو لومړنی میډال گټونکی روح الله نیکپا، وایي چې غواړي دا ځل د لندن د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وگټي. دغه د تکواند ستوری غواړي چې د خپل هیواد د خلکو له پاره خوشحالي راوړي.

https://p.dw.com/p/15ft3
انځور: NOC Afghanistan

نیکپا وتوانید چې د ۲۰۰۸ کال د پیکینگ د المپیک په لوبو کې خپل هسپانوي حریف ته ماتې ورکړي او د برونز مډال وگټي. روح الله نیکپا لومړنۍ افغان ورزشکار دئ چې د المپیک په لوبو کې ئې مډال تر لاسه کړی دئ. هغه د المان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویویل: «د ژوند تر ټولو ښه شیبه مې هماغه وه چې له مډال سره خپل هیواد ته ستون شوم. د خپلو وطنوالو خوشحالي مې ولیده. ‌ډیر زیات خوشحاله یم چې د خپلو وطنوالو د خوښۍ سبب گرځیدلی یم.»

له نیکپا څخه په داسې یوه هیواد کې چې هره ورځ د څو امنیتي پیښو شاهد وي او تاوتریخوالی پکښې د خلکو د عادي ژونده په یوه برخه باندې بدل شوی دئ ډیر ښه استقبال وشو. افغان ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې هغه ته یوه کور د ډالۍ په توگه ورکړ. پر دې سربیره یو شمیر سوداگرو نیکپا ته یو عراده موټر او په زرونو ډالر نغدي ډالۍ ورکړې.

نیکپا چې د ۲۰۰۸م کال د المپیک د لوبو څخه پخوا د افغانانو په منځ کې دومره مشهوره نه وو د مډال تر گټلو وروسته د خلکو په منځ کې د قهرمان په توگه وپیژندل شو. کله چې د المان خبري آژانس د انتر کانتیننتال د هوټل په یوه سالون کې له هغه سره مرکه کوله، هر څو دقیقې وروسته به خبرې له مزاحمت سره مخامخ کیدې، ځکه چې خلک به د خبرو په منځ راولویدل چې خپل قهرمان ته سلام واچوي.

نیکپا وایي: «په المپیک کې هر ورزشکار دا هیله لري چې مډال وگټي. هغوی خپلې ټولې هڅې په کار اچوي. زما ارزو دا ده چې د لندن د المپیک په لوبو کې د سرو زرو مډال وگټم او یو ځل بیا خپلو هیوادوالو ته ویاړ وروبخښم.»

نیکپا اوس نه پوهیږي چې حریف به ئې څوک وي او یوازې د اگست د میاشتې له نهمې نیټې څخه لږ مخکې به ورته دا خبره جوته شي چې د کوم هیواد له ورزشکار سره مخامخیږي. خو هغه په خپل نفس باور لري:

«فکر نه کوم چې د لندن په لوبو کې دې کومه ستونزه ولرم... ما بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه کړي دي چې هوا ئې له افغانستان سره متفاوته ده. زه د بیلا بیلو هیوادونو د هوا د وضعیت په اړه تجربه لرم.»

روح الله نیکپا روژې نیسي، خو په دې باور دئ چې په سیالیو کې به د روژې نیول کوم مشکل رامنځ ته نه کړي: «روژه د رحمتونو میاشت ده. زه هر کال په افغانستان کې روژې نیسم... د سیالۍ په ورځ روژه نه شم نیولای، خو کله چې بیرته هیواد ته ستون شوم، جبرانوم ئې.»

نیکپا له هغو افغان ورزشکارانو څخه یو دئ چې په مستقیمه توگه ئې د لندن د المپیک لوبو ته لار موندلې ده. د لندن د المپیک په لوبو کې د افغانستان شپږ تنه وزرشکاران، د تیکواندو، سوک وهلو، منډې وهلو او د جودو په برخه کې په سیالیو کې گډون کوي.

په افغانستان کې ټولې رزمي رشتې لکه کراتې، سوک وهل، تیکواندو او جودو ډیرې مشهورې دي. د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کې ډیر ورزشکاران شته خو هغوی اړین وسایل او امکانات نه لري. نیکپا د کابل په غازي استیدیوم کې د تیکواندو تمرین ورکوي. دا هغه ځای دئ چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پکښې اعدامونه تر سره کیدل. په دغه وخت کې نيکپا له خپلې کورنۍ سره د مسافرې شپې ورځې تیرولې او په ۲۰۰۴م کال بیرته خپل هیواد ته ورستون شو.

د نیکپا په اند ورزشکارانو ته توجه باید د هیواد په لومړیتوبونو کې راشي. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د ورزش شهرت مخ په ډیریدو دئ او بیلابیلې ورزشي رشتې د پرمختگ په حال کې دي. خو هغه وایي چې دغه ورزشي رشتې د دولت مرستو ته اړتیا لري.

که څه هم بیکپا په کابل کې خپله د تکوانیدو روزنکی دئ، خو د المپیک سیالیو ته د تیاري په موخه ئې جنوبي کوریا ته سفر کړی وو او هلته ئې تمرینونه تر سره کړي ول. هغه مخکې له دې چې د پیکینگ په لوبو کې مډال تر لاسه کړي هم کار کاوه او هم به ئې د تیکواندو زده کړه ورکوله. نیکپیا په دې اړه وایي:

«په دې پوهیږم چې ډیر افغان ورزشکاران زما په څیر له دې وضعیت سره مخامخ دي. هغوی هم په هغه وضعیت کې دي لکه ما چې لره. له هغوی سره مرستې نه کیږي او هغوی نه تشویقیږي.»

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش