1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيواله ټولنه د ليبيا د حکومت مخالفين تمويلوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۶, جمعه

د 22 هيوادونو او 6 نړيوالو سازمانونو استازو د پنج شنبي په ورځ په روم کي د ليبيا په موضوع سره غونډه وکړه او پريکړه يي وکړه چي د ليبيا د دولت د مخالفينو سره به مالي مرستي وکړي. په دي موخه به د مالي مرستي يو صندوق هم جوړ شي

https://p.dw.com/p/11AuP
په روم کی د لبییا غونده
په روم کی د لبییا غوندهانځور: AP

نړيوالي ټولني د پنج شنبي په ورځ پريکړه وکړه چي د ليبيا د حکومت د مخالفينو د تمويلولو لپاره يو خاص د مالي مرستي صندوق جوړ کړي. دغه پريکړه وروسته له هغی کيږي چي په ليبيا کي د دولت مخالفينو د نړيوالي ټولني څخه د مالي مرستي غوښتنه وکړه.

د دغو مالي مرستو يو له منابعو څخه د معمرالقذافي هغه شتمني دي چي د ځيني هيوادونو لخوا کنگل شوي. خو په دي اړه د فرانسي د دفاع وزير، الين جوپي، وايي چي د قذافي د کنگل شويو شتمنيو د استفاده لپاره اوس مهال ځيني قانوني ستونزي ليدل کيږي چي بايد حل شي.

دي وايي اوس کيداي شي چي د نړيوالي ټولني لخوا بلاعوضي مرستي او يا هم پورونه د ليبيا د مخالفينو جگړه تمويل کړي او وروسته له هغي چي د قذافي د کنگل شويو شتمنيو د استفادي قانوني لاري چاري جوړي شوي، کيداي شي چي دغه پورونه جبران شي.

نړيوالي ټولني د ليبيا د دولت د مخالفينو سره د مرستي کولو په موخه دغه غونډه د پنج شنبي په ورځ په روم کي جوړه کړي وه. د دغي غونډي مشري ايتاليا او قطر په غاړه درلوده چي وتوانيدل څه نا څه مرستي را تولي کړي. د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير، فرانکو فراتيني، وويل چي په لومړي غونډي کي شاوخوا 250 ميليونه امريکايي ډالر برابر شوي. خو دغه رقم د دوه يا دري بيليونو ډالرو په پرتله چي د ليبيا د دولت مخالفيونو يي غوښتنه کړي ډير کم دي.

د ليبيا د حکومت د مخالفينو د تمويلولو مالي صندوق به د فرانسي او ايتاليا د حکومتونو لخوا اداره کيږي. د رسنيو د رپورټونو په حواله اروپاي ټولني او متحده ايالاتو د غذافي څه نا څه د 40 بيليونه ډالرو په ارزښت شتمني کنگل کړي. د فرانسي د بهرنيو چارو وزير وايي چي د قذافي کنگل شوي شتمني د ليبيا خلکو پوری اړه لری.

په دغي غونډي کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلنتون، هم گډون درلود. دي د ليبيا د حکومت د مخالفينو سره د 53 ميليونو ډالرو مرستي وعده وکړه او وويل: «متحده ايالات پر دي موضوع چي د ليبيا د حکومت مخالفين د نفتو په پلورلو وتوانيږي هم کار کوي.»

د جرمني د بهرنيو چارو وزير. گويدو ويسترويله، هم په دغي غونډي کي حاضر وه. دي يو ځل بيا په ليبيا کي د سياسي د حل د لاري د لټولو غوښتونکي شو او وويل چي د پوځي لاري محدوديتونه د هري ورځي په تيريدو لا ښکاره کيږي. دا په داسي حال کي ده چي د ناټو د هوايي ملاتړ سربيره د يوي مياشتي څخه را په دي خوا په ليبيا کي جگړه لا نه ده ختمه شوي.

ويسترويلي همدا راز وويل چي په ليبيا کي بايد د تلفاتو د شمير ټيټول لومړيتوب ولري نه د پوځي فعاليتونو ډيرول. هغه وويل: «زه فکر کوم چي د دي پر ځاي بايد مونږ پر دي خبري ځان مطمين کړو چي بشري مرستي په وخت دغه هيواد ته ورسيږي.»

قطر هم د ليبيا د مخالفينو سره مرستو ته چمتوتوب وښود او وويل چي دوي به د ليبيا د حکومت د مخالفيونو نفت په نړيوال مارکيت کي وپلوري. د ليبيا په اړه راتلونکي غونده به د جون په مياشتي کي په متحده عرب اماراتو کي جوړه شی.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ عبدالباري حکيم