1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک د بېوزلۍ له منځه وړل غواړي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ فروردین ۱۴, چهارشنبه

د نړیوال بانک مشر د داسې یوه نړیوال خوځښت غوښتنه کړې ده چې په نتيجه کې يې تر ۲۰۳۰ کاله پورې په ټوله نړۍ کې بېوزلي له منځه ولاړه شي. هغه دې خبري ته هم اشاره وکړه چې دې هدف ته د رسیدو له پاره سخت کار ته اړتيا ده.

https://p.dw.com/p/188Yb
A Roma family wash clothes, on September 17, 2010, in a makeshift camp, built near the huge holed-out shell of an apartment building and the pungent stench of tons of rubbish, of the so-called 'Building 20' on the outskirts of the town of Yambol, a once well-meaning attempt to integrate the Roma that ended up by being demolished by the people it sheltered. France has deported some 1,000 Roma migrants to Bulgaria and Romania since last month, and more than 8,000 Roma have been deported since the beginning of the year, after 9,875 were expelled in 2009. AFP PHOTO / DIMITAR DILKOFF (Photo credit should read DIMITAR DILKOFF/AFP/Getty Images)
Roma in Bulgarienانځور: AFP/Getty Images

د نړیوال بانک مشر جیم یونگ کیم، د سه شنبې په ورځ په واشنگټن کې د جورج تاون پوهنتون محصلینو ته په یوه وینا کې وویل: «موږ کولای شو چې یوه داسې نړۍ ولرو چې پکې سخته بېوزلۍ نه وي. اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې په نړۍ کې له هر چا سره مرسته وشي ترڅو له بیوزلی څخه خلاص او د هوسایی پر لور روان شي.»

کیم د تیر کال په جولای میاشت کې د نړیوال بانک د مشر په توگه وټاکل شو. تر دې مخکې تیره اونۍ چین، هندوستان، روسیې او برازیل نړیوال بانک ته ورته د یوه بانک پر جوړولو باندې خبرې اترې کړې وې.

کیم یو کوریايي-امریکایي دی چې په اصل کې یې د فزیک په برخه کې زده کړي کړي دي او د پرمختگ په حال کې هیوادونو کې له ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې ډیره تجربه لري. اوس د نړۍ ۲۵ سلنه اوسیدونکې د ورځې له ۱.۲۵ یورو څخه په کمو پېسو خپل ژوند پر مخ بیایي. کیم وویل چې غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې دغه سلنه یوازې درو ته راکښته کړي.

کیم ټینگار وکړ چې په نړۍ کې د بیوزله کسانو د سلنې په راکښته کېدو سره به، د بیوزلۍ پر ضد د مبارزې په څرنگوالي کې هم بدلون راشي. هغه وویل چې دغه وخت به هیوادونه د دې پر ځای چې په ټولیزه ډول د بېوزلۍ پر ضد مبارزه وکړي، پر دې خبري باندې ډیر ټینگار وکړي چې د بېوزلې د رامنځ ته کیدو مشخص لاملونه له منځه یوسي.

کیم پر دې خبرې باندې ټینگار وکړ چې دغه هدف ته رسیدل اسانه کار نه دی او نړۍ باید ډیر کوښښ وکړي. هغه وویل چې دغه هدف ته هغه وخت رسېدای شو چې په ډیر شمیر هیوادونو کې په یوه وخت کې پرمختگ وشيٍ.

کیم یادونه وکړه چې که آن تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټوله نړۍ کې د بیوزله کسانو کچه تر درې سلنه کښته وي، او په عین وخت کې داسې هیوادونو هم موجود وي چې د بېوزله کسانو کچه پکې تر ۷۰ سلنه لوړه وي، نو بیا به هم نړۍ خپل هدف ته نه وي رسېدلې.

د کیم په اند د دې په خاطر چې نړۍ خپل هدف ته ورسیږي، نو باید په افرایقایي هیوادونو کې له بېوزلۍ سره سخته مبارزه وشي.

کیم په عین وخت کې په نړۍ کې روان اقتصادي کړکیچ ته اشاره وکړه او ټینگار یې وکړ چې دې کړکیچ کار لا سخت کړی دی. د نړیوال بانک مشر په خاصه توگه د فبرس وروستي مالي کړکیچ ته په اشارې سره وویل چې دغه ډول کړکیچونه سخت کار ته اړتیا لا ډیروي.

په همدي حال کې کیم د نړۍ له پاره یو بل هدف هم وټاکه. هغه وویل چې د بیوزلو هیوادونو د عاید کچه باید ۴۰ سلنه لوړه شي، خو د هغه پر دې هدف باندی ځینې نیوکې هم کیږي. یو شمیر نړیوال سازمانونه وایي چې یوازې د یوه هیواد د عاید لوړول بیوزلۍ له منځه نه وړي.

دغه سازمانونه ټنیگار کوي چې د بیوزلۍ د له منځه وړلو له پاره باید د یوه هیواد د بیوزله اوسیدونکو عاید د بډایو په پرتله ډیره وده وکړي.