1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک له افغانستان سره د ۵۰۰ ميليون ډالرو مرسته کوي

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

نړيوال بانک له افغانستان سره د ۵۰۰ ميليون ډالرو مرسته تصويب کړه څو په دغه هيواد کې له يو لړ پروژو سره مرسته وشي. په دې کې په پنځوو ښارونو کې د عامه خدماتو او له پاکستان څخه د ستنو شويو مهاجرو سره د مرستې پروژې شاملې دي.

https://p.dw.com/p/2efYN
USA Wirtschaft Washington DC Zentrale der Weltbank Gebäude Logo
انځور: ullstein bild - Fotoagentur imo

نړيوال بانک ویلي دي چې د ۵۲۰ ميليونه ډالرو دغه بسته کې چې شپږ برخې لري او د بسپنه ورنکو هیوادونو مرسته هم پکښې شامل ده، افغانستان ته «د بې ثباتۍ په حالت او داسې يوه وخت کې ورکول کيږي چې اقتصاد ته ډير خطرونه متوجې دي».

زياته شوې ده چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو او سياسي بې ثباتۍ د افغانستان پر اقتصاد په داسې حال کې اغیز کړې چې د امنيت خرابوالي هم پر بودجې باندې فشارونه ډير کړي دي. د نړيوال بانک له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «دغه بسته به له افغانستان سره د مهاجرو، د خصوصي سيکتور د ودې، په پنځوو ښارونو کې د پراختيايي پروژو، بريښنا ته د لاس رسي او په لیرې پرتو سيمو کې د سړکونو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.»

په مي مياشت کې د نړيوال بانک په يوه رپوټ کې ويل شوي ول چې سږ کال ښايي د افغانستان اقتصادي وده زياته وي خو افغانستان د مخ پر زياتيدونکي نفوس د اړتياو ځواب ويلو له پاره کافي نه ده.

ويل شوي چې د دې مالي مرستې لويه برخه، کابو ۲۰۵ ميليونه ډالر به په هغه سيمو کې مصرف شي چې د پاکستان څخه د افغان مهاجرو د بیرته ستنيدو له کبله اغيزمنې شوي دي. له پاکستان او ايران څخه څه نا څه ۸۰۰ زره مهاجر بيرته افغانستان ته استول شوي دي چې د دغه مهاجرو زياتره په ليرې پرتو سيمو کې پر مالي مرستو تکيه کوي او یا په ښارونو کې پر ډير کم معاش ګوزاره کوي.

د دې ترڅنګ به کابو سل ميليونه ډالر د اصلاحاتو او د سوداګرۍ پر ملاتړ مصرف شي. همدا راز به ۲۰ ميليونه ډالر د پنځوو ولايتونو په مرکزي ښارونو کې د عامه خدماتو د ښه کولو په برخه کې په مصرف ورسيږي.

د نړيوال بانک په حواله د دې مالي بستې څخه به کابو ۲۹،۴ ميليونه ډالر د غنمو د زيرمو په رامنځته کولو او د غلې د کمبودۍ د له منځه وړولو له پاره ولګيږي. همدا شان به ۶۰ ميليونه ډالر په هرات ولايت کې د بریښنا د ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.