1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال شمالي کوريا ته اخطار ورکوي

۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبه

د شمالي کوريا کمونستي رژيم د نړيوالو له مخ پر زياتېدونکو نيوکو سره مخامخ دی. خو د دغه هيواد مشرتابه بيا هم غواړي، چي له پلان سره سم د نوو توغنديو ازمويني وکړي.

https://p.dw.com/p/16uug
انځور: AP

شمالي کوريا د نړيوالو پر نيوکو سربيره بيا هم د اوږد واټن توغندی د ازمويني له پاره چمتو والی نيسي. د سويلي کوريا خبري آژانس يون هاپ ويلي دي، چي د دغو ازموينو په لومړي قدم کي به په لوېديځه بندري سيمه سوهې کي د راکټ توغوني ځای جوړول وي.

نوموړي خبري آژانس د دغه خبر منبع په سيول کي لوړپوړي حکومتي چارواکي ياد کړي دي.

د م.م. له اعلاميې سرغړونه

د رسمي معلوماتو له مخي شمالي کوريا غواړي چي د دسمبر د ۱۰ او ۲۲مي تر منځ يوه سپوږمکۍ د مځکي مدار ته ولېږي. ويل سوي دي چي دغه سپوږمکۍ به د يوه راکټ په مرسته د مځکي مدار ته وتوغول سي. خو د امريکا متحده ايالتونه او د ختيځي آسيا ټلواله او سهيلي کوريا بيا اندېښنه لري، چي دغه به په اصل کي د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو ازموينه وي.

داسي توغندی چي د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري. دغه هيوادونه وايي چي که شمالي کوريا دغه ازموينه وکړي، نو دا به د ملگرو ملتونو له اعلاميې ښکاره سرغړونه وي.

جاپان په خپل غبرگون کي د اوکيناوا په ټاپو کي د PAC-3 ډوله راکټونو دروي.
جاپان په خپل غبرگون کي د اوکيناوا په ټاپو کي د PAC-3 ډوله راکټونو دروي.انځور: picture alliance/Kyodo

د جاپان هيواد په خپل غبرگون کي د اوکيناوا په ټاپو کي د PAC-3 ډوله راکټونو د ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی. دغه توغندی د دښمن له لوري د توغول سوو توغنديو په هوا کي د له منځه وړلو له پاره په کار اچول کیږي.

د اېن اېچ کې تلويزيون خبر ورکړی دی، چي دغه دفاعي توغندی به په څو ورځو کي د توکيو په ۱۶۰۰ کلومترۍ کي د اوکيناوا جزيرې ته ورسيږي. د جاپان د دفاع وزير ساتوشي موري موتو ويلي دي چي جاپان به د اړتيا په صورت کي د شمالي کوريا توغندی واردمخه لا په هوا کي له منځه يوسي.

روسيه او چين د ازمويني پلوي نه کوي

د روسيې هم پر شمالي کوريا ږغ کړی دی، چي د اوږده واټن ويشتونکو راکټونو ازموينه دي نه کوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي ويل سوي دي، چي د پيونگيانگ حکومت دي پر خپله پرېکړه «له سره غور» وکړي. مسکو د امنيت شورا و ۱۸۷۴مي اعلاميه ته په اشارې سره پر شمالي کوريا ږغ کړی دی، چي د ملگرو ملتونو له پرېکړو څخه سرغړاوی ونه کړي. د دغه اعلاميه له مخي په ۲۰۰۹ کال کي پر شمالي کوريا د دا ډول ازموينو بنديز لگول سوی وو.

چين هم په غېر مستقيمه توگه پر شمالي کوريا نيوکه کړې ده. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياند پر ټولو اړخونو ږغ کړی دی، چي په ټاپو وزمه کوريا کي د وضعې د لا کړکېچنولو څخه لاس واخلي. وياند زياته کړې ده چي ښه به دا وي چي په دغه سيمه کي د سولي له پاره کار وسي.

د نوو توغنديو ازموينه ښايي د شمالي کوريا د پخواني واکمن کيم يانگ ايل د لومړي تلين په ورځ (دسمبر۱۷مه) تر سره سي. د روان مېلادي کال په اپريل مياشت کي د شمالي کوريا د اونها ۳ ډوله توغندی ازموينه ناکامه سوې وه.

آژانسونه/احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل