1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال مشران د دوهمي نړيوالي جگړې تر ټولو ستر بريد لمانځي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۶, جمعه

په نورماندي کې د ډي-ډې چې پکښې ۱۵۰۰۰۰ نوي عسکر په جگړه کې ښکېل شوي ول او د دوهمي نړیوالي جگړې له پای ته رسیدو سره یې مرسته کړې وه، د ۷۰یمې کلیزې د لمانځني جشنونه پیل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CDjs
انځور: picture alliance/abaca

د ډي-دې د ۷۰مې کلیزي د لمانځني پر مهال هغو امریکايي، بریتانيايي، کاناډايي او د نورو متحدو هیوادونو پخوانیو سرتیرو ته ډیر پام وشو چې د خپل ژوند په بيه يې د دوهم نړیوال جنگ د پای ته رسولو له پاره لومړی قدم پورته کړ.

د ډي-دې عملیات د ۱۹۴۴ کال د جون میاشتې پر ۶مه نېټه ترسره شول. د دغي ورځي پر عملیاتو باندي «نیپتول» نوم ایښول شوی وو چې په ترڅ کې یې د دوهمي نړیوالي جگړې پر مهال د آلمان پر ضد متحدو ځواکونو په نورماندي سیمه کې د سمندر او د هوا له لارې پر آلماني ځواکونو برید وکړ. د دې ځای د نیولو په پایله کې له فرانسې څخه آلماني ځواکونه ووتل چې بیا وروسته د آلمان د ماتي په پایله کې نړیواله جگړه پای ته ورسیده.

د دغو عملیاتو پر مهال شا و خوا ۱۵۶۰۰۰ عسکرو د هوا او سمندر له لاري خپل ځانونه د فرانسې خاوري ته رسولي ول چې په یوه ورځ له دی څخه ۴۵۰۰ کسان ووژل شول.

۸۹ کلن جک هوتن هم په ۱۹۴۴ کال کې د پراشوت له لاري ځان نورماندي سیمې ته رسولی وو. هغه د دې ورځې د لمانځې پر مهال په نمایشي توگه بیا هماغې سیمې ته د پراشوت له لارې ځان ورساوه چې دی د نړیوالې جگړې پر مهال ور رسیدلی وو.

د دغه جشن کوربه هیواد فرانسه تمه لري چې دا لمانځني به وکړای شي د اوکراین کړکیچ په حلولو کې مرسته وکړي. د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین چې فرانسې ته د دغو مراسمو په موخه سفر کړی دی د بریتانیا له لومړي وزیر دیوید کمرون او بیا د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره ولیدل.

فرانسوي دیپلوماتان وایي چې اولاندي هیله لري چې وکړای شي د روسیې او اوکراین د نوي حکومت تر منځ نزدې والې رامنځ ته کړي. پیترو پوروشینکو چې تازه یې د اوکراین ټاکني گټلي دي هم په فرانسه کې د «ډي ـ دې» د لمانځنې په مراسمو کې گډون کوي. د پوتین او پروشینکو د نزدې کولو هڅې په اوکراین کې د ټاکنو تر پای ته رسیدو وروسته د خپل ډول لومړی اقدام دی.

پوتین باید په اوکراین کې د وروستیو ټاکنو پایلې په رسمیت وپیژني. دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد د نوي ولسمشر د لوړي مراسم به د شنبې په ورځ ترسره شي.