1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"نړيوال ځواکونه د نشه يي مواد پر ضد مبارزې څخه ځان ساتي"

۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په مسکو کي يوې غونډي ته د وينا پر مهال ويلي، چي موږ په دې نه پوهيږو، چي ولي نړيوال ځواکونه په افغانستان کي د نشه يي موادو پر ضد مبارزې څخه ځانونه پيچي.

https://p.dw.com/p/12orh
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروفانځور: AP

روسيې په افغانستان کي پر نړيوالو ځواکونو ږغ کړی، چي په هغه هيواد کي د نشه يي موادو په وړاندي مباره وکړي.

 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف په مسکو کي يوې غونډي ته د وينا پر مهال ويلي، چي موږ په دې نه پوهيږو، چي ولي نړيوال ځواکونه په افغانستان کي د نشه يي موادو پر ضد مبارزې څخه ځانونه پيچي.

 

« زموږ دپاره دا مشکله ده چي پوه سو، چي په لومړي قدم کي ولي زموږ امريکايي همکاران نه غواړي، چي په افغانستان کي مېشت بهرني ځواکونه د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه کي ونډه واخلي.»

 

د هغه په خبره، د امريکا متحده ايالات په دې استدلال سره، چي په افغانستان کي ددې موادو په وړاندي دغه ډول مبارزه به بې اثره وي، په داسي حال کي چي په خپله امريکا بيا په نورو هيوادونو لکه کلومبيا کي به دغه ډول مبارزه پر مخ بيايي.

 

« که موږ غواړو چي په جدي توگه دغه ناوړه نشه يي مواد له منځه يوسو. نو د هغه سره د مبارزې دپاره بله هيڅ لاره نسته. بېله دي چي په افغانستان کي يې مخ نيوی وکړو.»

 

روسيې په وار وار ويلي، چي په هيواد کي يې تر ټولو ستره ستونزه په نشو روږد کسان دي، چي په خبره يې ډيری يې د افغانستان څخه د ور قاچاقيدونکو نشه يي موادو باندي روږ دي.

 

د روسي چارواکو په خبره په روسيه کي شاوخوا پنځه مليونه انسانان په نشو روږ دی چي ددې ډيری په افغانستان کي په ناقانونه توگه جوړيدونکي نشه يي موادو څخه کړيږي.

 

دا په داسي حال کي ده چي، د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې څه وخت مخکي ويلي ول، چي د امريکايي همکارانو سره په گډه عملياتو کي په افغانستان کي د نشه يي موادو د توليد څو فابريکې له منځه وړي.

 

دغه ادارې دغه راز ويلي، چي په افغانستان کي زېرمه سوي نشه يي مواد کولای سي، چي د پنځو کالو دپاره د نړۍ د نشه يي موادو د راکړي ورکړي بازار تود وساتي. بېله دې چي نور توليد سي.

 

د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخي افغانستان اوس هم د هغو هيوادونو په کتار کي لومړی ځای لري، چي د نړۍ تر ټولو ډير نشه يي مواد پکښي توليديږي.

 

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: سيد رياض