1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیواله اقتصادي غونډه د شنبې په ورځ پای ته رسیږي

۱۳۹۱ بهمن ۷, شنبه
https://p.dw.com/p/17RvJ

له ۲۵۰ ويناوو او بحثونو وروسته د شنبې په ورځ په داوس کې ۴۳م نړيواله اقتصادي غونډه پای ته رسيږي. د وروستۍ ورځې يوه په زړه پورې برخه د نړيوال اقتصاد د راتلونکي په هکله بحث دی چې د نړيوال مالي بحران په پنځم کال تر سره کيږي.

په وروستۍ غونډه کې د نورو تر څنګ د نړيوال بانک مشر جيم يونګ کيم، د نړيوال وجهي صندوق مشره کريستين لاګارد، او د آلمان د ماليې وزير ولفګانګ شويبله هم ګډون کوي. نړيوالې اقتصادي غونډې ته د سياست، اقتصاد، علومو او کلتور د څانګو څه د پاسه ۲۵۰۰ مخکښه شخصيتونه د سويس داوس ښار ته ورغلي دي. څه کم ۵۰ دولتي مشرانو په بحثونو کې ونډه واخيسته. د آلمان لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل، په غونډه کې يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې د اروپا د سيالۍ يا رقابت وړتيا دې پياوړې شي.