1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوالو قدرتونو په افغانستان کې پر ټولشموله دولت توافق کړی

۱۴۰۰ مهر ۱, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۵ دایمي غړو توافق کړی چې طالبان باید یو ټولشموله دولت جوړ کړي. امریکا ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر پايه به په دغه غونډه کې د طالبانو د استازي د حضور په هکله کوم تصمیم و نه نیول شي.

https://p.dw.com/p/40iCI
NYC, UN | Vereinte Nationen | Antonio Guterres
انځور: Eskinder Debebe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځو دایمي غړو د افغانستان په تړاو ګډ دریځ غوره کړی دی چې د چارواکو په خبره تر نظامي تسلط وروسته پر طالبانو د یوه ټولشموله دولت له پاره فشار راوړي.

چین او روسیې تیره میاشت د طالبانو بریا د متحده ایالاتو له پاره د یوې ماتې په توګه یاده کړې وه او له طالبانو سره یې ناستې لرلي، خو لا تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد د طالبانو په رسمیت پيژندلو له پاره کوم ګام نه دی اخیستی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتریش د عمومي اسامبلۍ تر غونډې وروسته خبریالاتو ته وویل چې د امنیت شورا ټول غړي «یو سوله ایز او باثباته افغانستان غواړي چیرې چې بشري مرستې پرته له مشکلاتو او تبعیضه وویشل شي.»

د ګویتریش په خبره هغوی د یوه داسې افغانستان له پاره په هڅه کې دي «چیري چې د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوی وشي، داسې یو افغانستان چې د ترهګرو پټنځای نه وي، ټولشموله حکومت د ولس د ټولو پرګنو استازیتوب وکړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او همداشان د بریتانیا، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه حضوري غونډه کې ګډون درلود او د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه غونډه کې په مجازي بڼه حضور لاره.

یوه امریکایي چارواکي دغه غونډه چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له خوا رابلل شوې وه «رغنده» بللې او دا هیله پکې څرګنده شوې چې طالبان به د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوی وکړي.

دغه چارواکی چې نوم یې نه دی اخیستل شوی د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زه فکر نه کوم چې هیڅوک دې د طالبانو د سرپرست حکومت له ترکیبه راضي وي، د چین په ګډون.»

تر دغې غونډې دمخه په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې ټول پنځه قدرتونه یو ټولشموله حکومت غواړي.

تر دې دمخه چین د امریکا له لوري د افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت شتمنیو کنګل کولو باندې انتقاد کړی وو.

خو چین له دې سره هم لیوالتیا لري چې دغه ګاونډی هیواد یې د بهرنیو تندلارو پټنځای نه وي.

همداشان افغانستان د ۲۰ سترو اقتصادي هیوادونو د مجازي غونډې موضوع وه، چې پر نورو سربیره پکې قطر هم حضور لاره چې د طالبانو د دیپلوماسې مرکز بلل کیږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د جي۲۰ هیوادونو ډلې ته په وینا کې یو ځل بیا پر دې اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو په حکومت کې د دغې ډلې پرته نور څوک نه دي شامل او نه پکې کومه ښځه شته، خو داسې وزیران پکې شته چې د ملګرو ملتونو په تور ليست کې شامل دي.

ماس په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري داسې حکومت چې ټولشموله نه وو «یوه تاکتیکي تیروتنه وه، چې دا کار به له هغوی سره زموږ ښکیلتیا سخته کړي.» د آلمان د بهرنیو چارو د وزیر په خبره مهمه دا ده چې هغوی دا له موږ ټولو څخه واوري.

طالبانو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون غوښتنه کړې وه، خو امریکا متحده ایالاتو چې د اعتبار سنجولو په کمیټې کې ګډون لري دا خبره روښانه کړې ده چې په راتلونکي اوونۍ کې د عمومي اسامبلۍ تر ختمیدو پورې به په دې هکله کومه پریکړه و نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب